د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

روسیې ته د پاکستان د صدراعظم سفر پای ته ورسېد


روسیې ته د عمران خان سفر
روسیې ته د عمران خان سفر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون څو ساعته وروسته له دې چې ځواکونو یې پر اوکراین حملې پیل کړې، په کریملین کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.

دا په تېرو شلو کلونو کې مسکو ته د پاکستان د یوه صدراعظم لومړنی سفر دی.

که څه هم ویل شوي چې د دې سفر سریزې کابو دوې میاشتې پخوا چمتو شوې وې خو په اوسني وخت کې چې د اوکراین پر ضد د حملې په خاطر د روسیې د منزوي کېدو هڅې کېږي، د عمران خان سفر توجه ځان ته اړولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېډ پرایس مسکو ته د عمران خان د سفر په اړه د چهارشنبې په ورځ وویل، هر مسؤلیت منونکی هېواد په نړۍ کې مسؤلیت لري چې له هغه څه سره مخالفت وکړي چې پوتین یې د اوکراین په اړه په خپل ذهن کې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېډ پرایس

ده همداراز وویل، د نړۍ هر هېواد باید له روسیې سره په تماس کې په زغرده له مصرفي جګړې او بې ثباتوونکې جګړې کرکه وکړي.

که څه هم پاکستان ویلي چې له روسي چارواکو سره به د عمران خان د خبرو تمرکز په انرژي وي چې پاکستان ورته اړتیا لري خو ویل کېږي چې د افغانستان له درکه د دوو هېوادونو اندېښنې او سیمه ییزې همکارۍ به د دوی د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

په ۸۰ لسیزه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په کلنو کې چې پاکستان د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه، د مسکو او اسلام اباد اړیکې ډېرې ښې نه وې خو له سړې جګړې وروسته، په ځانګړي ډول په وروستیو دوو لسیزو کې د دواړو خواوو اړیکې ښې شوې او حتا دوو هېوادونو په دې موده کې څو ګډې پوځي مانورې هم کړې دي.

عمران خان د چهارشنبې په ورځ مسکو ته ورسېد او لومړی یې په دې ښار کې د بې نومه سرتېري پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

XS
SM
MD
LG