د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

له بایډن د وندنبرګ ائتلاف کاري ډلې غوښتنه: پر طالبانو شته بندیزونو ته دوام ورکړئ


د طالبانو حکومت یو پوځي کاروان
د طالبانو حکومت یو پوځي کاروان

څه د پاسه اووه میاشتې وشوې چې طالبان پر افغانستان د دوهم ځل لپاره واکمن شوي، خو په دومره وخت کې یې رژیم هېڅ هېواد، ان هغو هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی چې له طالبانو په ملاتړ تورن دي.

تازه د افغانستان د وندنبرګ ائتلاف کاري ډلې د جو بایډن له ادارې غوښتي چې پر طالبانو لګول شويو بندیزونو ته دوام ورکړي او تر هغه چې دې ډلې په خپلې یوې ژمنې عمل نه‌وي کړی، په رسمیت دې یې نه‌پېژني.

دا ډله چې د پخوانیو امریکايي دولتي چارواکو، نظامیانو، اکاډمیکو شخصیتونو او متخصصانو له‌خوا جوړه شوې، د متحده ایالاتو کانګرس او د جو بایډن حکومت ته سلا مشورې ورکوي.

دې ډلې په خپل نوي راپور کې د طالبانو سره اړیکې، ترهګرۍ سره مبارزه، سیمه‌ییز رقابت، بشري حقونه او د بشري مرستو په برخو کې خپلې نوې لارښوونې وړاندې کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ، طالبانو ژمنه کړې چې د نورو مسایلو په ګډون به، اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورې نړۍ پر ضد وکارول شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه

وندنبرګ ائتلاف کاري ډلې وړاندیز کړی چې امریکا دې له پاکستان سره خپلې اړیکې تر وروستۍ کچې کمې کړي او تر خوا دې یې هڅه وکړي چې د دې هېواد له هوايي حریم په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.

پاکستان له طالبانو په ملاتړ او واک ته د دې ډلې د رسېدو په پلوۍ تورن دی، خو طالبانو او پاکستان تل دا تورونه رد کړي.

وندنبرګ ائتلاف کاري ډلې له واشنګټڼ غوښتي چې په افغانستان کې له ګواښ سره د مخ افغانانو د ویستو لپاره یو ځانګړی کانال جوړ کړي او تر خوا یې دې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره هوايي دهلېز هم رامنځته کړل شي.

دې ډلې زیاته کړې، پر طالبانو باید فشار راوړل شي چې بشري او مدني حقونه ومني. داسې مهال چې طالبان واک ته له رسېدو وروسته، د بشري او مدني حقونو په نقض تورن دي.

ادعا کېږي چې طالبانو د معترضو ښځو لاریونونه په زور پاشلي او تر خوا یې د یو شمېر نیول شویو معترضو ښځو څخه د فشار په پایله کې اعتراف اخیستی دی.

د یو شمېر معترضو مېرمنو لاریون ته د وسله‌والو طالبانو غبرګون
د یو شمېر معترضو مېرمنو لاریون ته د وسله‌والو طالبانو غبرګون

طالبانو د جو بایډن له حکومته د وندنبرګ ائتلاف د غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې یې ویلي، رژیم‌یې د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

د دې ډلې د راپور په یوه برخه کې، په افغانستان د نقدو پیسو د ناورین د مخنیوي او تر خوا یې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو په برخه کې د واشنګټن پاملرنې ته هم اشاره شوې.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانستان وندنبرګ ائتلاف کاري ډله جوړه شوه، څو د افغانستان د پېڅلي وضعیت په اړه د بایډن حکومت او د امریکا کانګرس ته خپلې توصیې او لارښوونې وړاندې کړي.

دې ډلې د ۲۰۲۱ کال د سټمبر څخه د ۲۰۲۲ کال تر فبروري پورې غونډې کړي او په افغانستان کې یې د واشنګټن د ماتې او له افغانستانه وتو ټکو ته اشاره کړې، څو راتلونکي کې دا تېروتنې تکرار نه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG