د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

ګارډین: 'افغانستان د لوږې په درشل کې دی' 


کابل کې ځینې بې وزله خلک
کابل کې ځینې بې وزله خلک

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني پرون شنبې(د کب ۱۴مه) په لومړي ځل خپله څېره ښکاره کړه.

دې موضوع د ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او رسنیو پام ځان ته اړولی دی ځکه چې نوموړی د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېست کې دی او پر سر یې جایزه ټاکل شوې ده.

ډیجیټل ژورنال

ډیجټل ژورنال د ډېوېډ فاکس او ایمانویل پیوچاټ په قلم په یوه لیکنه کې سراج الدین حقاني د طالبانو په منځ کې تر ټولو پټ او مرموز مشر بللی چې د امریکا له لوري د مطلوبو کسانو د لېست په سر کې دی.

له همدې کبله حقاني هېڅکله خپل تصویر نه خپراوه او وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل او دی د کورنیو چارو وزارت سرپرست وګومارل شو، څرګند تصویر یې نه خپراوه، خو پرون په لومړي ځل د نوېو روزل شوېو پولیسو په پرېډ کې څرګند شو او تصویر یې بې له دې چې پټ کړای شي، خپور شو.

ده د پرېډ برخوالو ته وویل، د دوی د ډاډ او اعتماد لپاره په عمومي غونډه کې په رسنیو کې ځان ښکاروي.

مخکې تردې چې طالبان واک ته ورسېږي، سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخُندزاده یو له درېيو مرستیالانو څخه و.

د ډیجیټل ژورنال لیکوالانو کښلي، ډېر افغانان باور لري چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخُندزاده ژوندی نه دی.

خپرونې د سراج الدین حقاني په اړه لیکلي چې په تېرو شلو کلونو کې پر نوموړي تر ټولو د زیاتو خونړیو بریدونو تور پورې کېږي او له همدې کبله د امریکا متحدو ایالاتونو هغه چا ته چې معلومات یې د سراج الدین حقاني د نیولو سبب شي، ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

نورو لوېدیځو رسنیو هم د حقاني د تصویر د خپرېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې طالب چارواکو هم په ټولینزو رسنیو کې د نوموړي تصویرونه په پراخه پیمانه شریک کړي دي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د لوږې په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دې لیکنې سرلیک دی: "افغانستان د لوږې په درشل کې دی."

په دې لیکنه کې د افغانستان د ژمي د سختوالي او د ماشومانو د لوږې یادونه شوې او راغلي چې سږکال هره افغان مور او پلار د خپلو ماشومانو او د کورنۍ د غړیو د ګېډې د نه مړولو د شکنجې احساس کوي. په درست افغانستان کې ۵ میلیونه ماشومان د لوږې په درشل کې دي.

ګارډین د اوکراین چګړې ته په اشارې لیکي چې دا موضوع د افغانانو کړاو نور هم زیاتولی شي ځکه چې اوکران له افغانستانه د ناټو او امریکا پام ځان ته اړوي.

XS
SM
MD
LG