د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا درېیمه څپه له ختیځ څخه لوېدیځ ته په حرکت کې ده


ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله مړه شوی کس او په کرونا ویروس اخته ناروغان
ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله مړه شوی کس او په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه تشخیص شوې او له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی: "تر ټولو زیاتې پېښې په ننګرهار، لغمان،کونړ، کندهار، کابل، هرات، هلمند، نیمروز، میدان وردګ او لوګر کې ثبت شوې دي، موږ تر اوسه د کرونا درېیمه څپه کې نه‌یو، خو د درېیمې څپې له جدي ګواښ سره مخ یو، خو که د مثبت والي میزان ته وګورو دوه اوونۍ وړاندې د مثبت‌والي میزان د ٦ او ٧ ترمنځ و چې اوس د مثبتو پېښو شمېر ١٠ تر ١٢ ترمنځ دی."

نوموړي وویل چې د پېښو د زیاتوالي لامل دا دی چې په یادو ولایتونو دېره استوګن ایران او پاکستان ته ډېر تګ راتګ کوي.

د تورخم پر دروازه د مسافرو تګ راتګ
د تورخم پر دروازه د مسافرو تګ راتګ

خو دغه وزارت وایي، تر اوسه‌یې د عمومي قرنطین لپاره د حکومت رهبرۍ ته کوم پلان نه‌دی وړاندې کړی او که چېرې پېښې زیاتې شي د جدي قرنطین غوښتنه به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په اړه په مشورتي غونډه کې ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې د اکسیجن د کمښت ستونزه باید هواره شي.

ښاغلي غني دغه‌شان عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې باید د خصوصي سکټور همکاري خپله شي او د اکسیجن د کمښت د ستونزې د مدیریت په موخه دې پر یوه پلان هم کار وشي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه ٦٠ زره ١٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوي او ٢،٦٣٧ کسان ترې مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د برخې مسؤل ګلاخان ایوب نن ازادي راډیو ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې درې نیم لکه کسانو ځانونه واکسین کړي دي.

نوموړي وویل چې د واکسین له کمښت سره مخ نه‌دي او کوم ٩٦٨ زره دوزه واکسین چې مخکې مرسته شوې اوس له همغې تطبیقېږي.

ارشیف، هرات کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف، هرات کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق پر مهال

ښاغلی ایوب وايي، د واکسین په ختمېدو سره به وزارت د نړۍوالې ټولنې په مرسته نور واکسین هم واخلي.

ښاغلی ایوب زیاتوي: "تر اوسه دوه لکه ٤٠ زره دوزه واکسین موږ امنیتي ارګانونو ته ورکړي، په مرکز او ولایتونو کې مو اته لکه دوزه واکسین وېشلی، تر دې دمه درې نیم لکه ملکي وګړو ته دا واکسین تطبیق شوی، اوس هم په زېرمتون کې موږ ٧٤ زره دوزه واکسین لرو او دا به بسنه وکړي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې د کرونا واکسین مرکزونه فعال دي او له خلکو غواړي چې خپل نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورشي او ځان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG