د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

د افغانستان دیني عالمانو ته د کرونا واکسین پیل شو


ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس تطبیق
ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس تطبیق

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دیني عالمانو ته د کرونا واکسین پیل کړ.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د سې شنبې په ورځ خبریالانوته وویل، د کرونا ويروس درېیمه څپه هېواد ته یو لوی ګواښ دی او خلک باید د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او د دیني عالمانو خبرې واوري.

ښاغلي مجروح وویل، دغه وزارت د کرونا واکسین کول ګړندي کړي دي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "نن چې یو ځل بيا د کرونا ویروس افغانستان او افغانان ګواښي، د حج او اقافو وزارت ګام په ګام، د وقایې په پروګرامونو کې له دولت او عامې روغتیا وزارت سره همکاري کړې او خلک باید د دوی خبرو ته پام وکړي."

د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ د کرونا د واکسین کول د "صدای داکتر او منبر" په نوم پیل کړ.

ښاغلي مجروح له ټولو افغانانو وغوښتل چې دیني عالمان دې خپل الګو کړي، روغتیايي سپارښتنې دې په پام کې ونیسي چې د عالمانو په مرسته د کرونا ویروس له درېیمې څپې وژغورل شو.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني خلک دغه واکسین ته ډېره لېوالتیا نه‌ښيي. دا چې ځیني خلک واکسین کولو ته لېواله نه‌دي، لامل‌یې د خلکو ناپوهي ده.

د عامې روغتیا وزارت په خبره له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۷۰ زره کسانو ځانونه واکسین کړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس ۱۴۵ کسان اخته شوي ۲۷۴ ترې رغېدلي او ۱۳ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG