د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

افغان کرکټر راشد خان: هر افغان دې سختو شېبو کې له هند سره دی


افغان کرکټر راشد خان
افغان کرکټر راشد خان

د کرکټ د نړۍ نامتو لوبغاړي راشد خان چې د هند په غوره لیګ کې لوبېږي، نن په یوه ټویټ کې له هندیانو سره د کرونا وبا په سختو شېبو کې پیوستون څرګند کړ.

ده هندیانو ته په خطاب کې لیکلي: "هر افغان په دې سختو شېبو کې له هند سره دی."

د راشد خان دا پیغام له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی.

ده همدا راز د هند پر خلکو غږ کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولنیز واټن رعایت کړي او له ماسکه کار واخلي.

په هند کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۸ میلیونه ۷ لکه ۶۲ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي
په هند کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۸ میلیونه ۷ لکه ۶۲ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي

تر دې وړاندې د هند د کرکټ یو شمېر ستورو لکه سچن ټندولکر او د استرالیا مشهور لوبغاړي پټ کومینز هم د هند له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ له هغوی غوښتي وو چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.

د وروستیو راپورونو له مخې، په هند کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۸ میلیونه ۷ لکه ۶۲ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۲ لکه ۸ زره ۳۳۰ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG