د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

برازیل او هند کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر شپږ لکو ته ورسېد


هند کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي کسان
هند کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي کسان

په برازیل او هند کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر شپږ لکو تنو ته ورسېد.

طبي متخصصان وايي، په برازیل کې د کرونا ویروس په وړاندې جدي مخنیوونکي اقدامات ونه‌شول او له دې کبله په دې هېواد کې دا ویروس زیات خپور شو.

برازیل کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د د دغه ویروس له کبله ۳ زره ۱۶۳ تنه نور مړه شوي دي.

د کرونا ویروس بحران دا هېواد له دې کبله زیات ځپلی چې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه ونه‌لګول شول او د کرونا ویروس نوې بڼې خپرې شوې.

په هند کې چې یو بل کرونا ځپلی هېواد دی له دې ویروسه د مړینو شمېر تر ۲ لکو واوښت او په همدې حال کې په تېره یوه اوونۍ کې په دې هېواد کې د ورځې ۳ لکه نوې پېښې ثبت کېږي.

د هند په یوه روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې پر مهال
د هند په یوه روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې پر مهال

طبي متخصصان وايي، ښايي په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې او مړینې تر دې زیاتې وي.

په هند کې د ډېلي سر وزیر ارویند کیجریوال وايي، په دې هېواد کې د کرونا وبا په نوې څپه کې د ناروغانو د ناروغۍ شدت زیات او موده اوږده وي او له دې کبله پر روغتیايي سکټور فشار زیات شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو پرون اعلان وکړ چې هند ته د اکسیجن د زر الو، ۱۵ ملیونو ماسکونو او یو ملیون ټسټ الو په ګډون د ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت وسایل لېږي.

له بلې خوا د کرونا واکسین جوړوونکی او د بایو اېن تیک مؤسسې رئيس اوګور شاهین پرون اټکل وکړ چې اروپا به په راتلونکو درېیو میاشتو کې د کرونا ویروس په وړاندې د ایمیون یا مصونیت پړاو ته ورسېږي.

فایزر امریکايي او بایو اېن تیک جرمنۍ کمپینو د کرونا ویروس پر ضد لومړنی واکسین جوړ کړی دی.

د فایزر بایو اېن تیک واکسین تطبیق
د فایزر بایو اېن تیک واکسین تطبیق

سره له دې چې د ډله‌ییز مصونیت په اړه متخصصان د نظر اختلاف لري، خو اکثره په دې باور دي چې که د یوې ټولنې په سلو کې ۷۰ وګړي واکسین شي، هغه ټولنه د کرونا وبا په وړاندې خوندي ده.

اوګور شاهین وايي، اروپا به ښايي د جولای تر پایه او یا حد اکثر په اګسټ میاشت کې به اروپا د خوندیتوب دې حد ته ورسېږي.

البته په دې کې د ماشومانو خوندیتوب شامل نه‌دی ځکه تر اوسه پورې ټول جوړ شوي واکسینونه د هغو کسانو لپاره دي چې عمرونه‌یې تر ۱۶ کلونو پورته دي.

XS
SM
MD
LG