د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

هند د کووېډ-۱۹ له "څونامي" سره مخ دی


هند کې د کرونا له امله مړ شوی یو تن
هند کې د کرونا له امله مړ شوی یو تن

هندوستان په یوه بله ورځ هم د نړۍ په کچه بې سابقه د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي دي.

راپورونه وايي چې د دې هېواد روغتونونه د بسترونو او اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي.

یو هندی چارواکی دا په دې هېواد د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ څونامي بللې ده.

هندوستان د شنبې (د مرغومي ۴مه) په ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نژدې ۳۴۷ زره نوې پېښې ثبت کړي دي. په دې هېواد په دې کچه د کووېډ-۱۹ پېښې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره په نړۍ کې بې ساري دي. له دې سره په هندوستان کې د کرونا وبا د پیل راهېسې په دې ویروس د اخته شوېو کسانو له ۱۶ میلیونو وواښت.

هند کې پر کرونا یو اخته ناروغ
هند کې پر کرونا یو اخته ناروغ

د یو میلیارد او درې سوه میلیونو د وګړو په دې هېواد کې د کرونا وبا یوې تازه څپې شدت خپل کړی دی.

د شنبې په ورځ د هندوستان د روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله د ۲۶۲۴ نورو مړینو راپور ورکړ. له دې سره هند کې کرونا له کبله د تایید شوېو مړینو شمېر یو سلو نهه اتیا زره او پنځه سوه څلور څلوېښت کسانو ته ورسېد.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کووېډ – ۱۹ سره د تړلو مړینو په دې شمېر هند له امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې کرونا په کې زیات خلک وژلي دي.

هندوستان کې د کرونا دې بې سارې پېښو راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د هندوستان ځايي رسنۍ وايي، روغتونونه د اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي.

د انډین اېکسپرېس ورځپاڼې په وینا د نوي ډیلي په روغتونو کې ۲۰ تنه د کووېډ-۱۹ شدید ناروغان د اکسیجن د فشار د کمي له کبله یوازې په یوه شپه مړه شوې دي.

په هند کې مېشت افغان لیکوال او د ازادي راډیو پخواني همکار ومان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې هند کې خلکو او روغتونونو د داسې یو وضعیت اټکل نه وکړی.

له ومان نیازي سره مرکه دلته واورئ:

نوموړي وویل، خلکو د ګڼې ګوڼې څخه په ډکو مذهبي مراسمو او همدارنګه په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه اخېسته او په دې هېواد کې عمومي باور دا وو چې کرونا نوره ماته شوې ده.

  • هند سره د امریکا د مرستې ډاډ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر خپل ټویټر له هندوستان سره د کرونا وبا د وروستۍ څپې له کبله د مرستې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: "موږ د هندوستان په حکومت کې له خپلو شریکانو سره له نژدې کار کوو او په چټکه توګه به د هندوستان خلکو او د هند د روغتیايي سیستم اتلانو ته اضافي ملاتړ ورسوو."

  • هند سره د پاکستان له خوا د مرستې وړاندیز

په پاکستان کې د ایدهي بنسټ له خوا هم هندوستان ته د مرستې وړاندیز شوی دی.

د دې بنسټ مشر فیصل ایدهي په یو لیک کې د هند صدراعظم ناریندارا مودي ته لیکلي، دوی ته دې اجازه ورکړي چې د داوطالبانو او پنځوس امبولانسونو سره د کرونا وروستۍ څپې په وړاندې د مبارزې په خاطر د هند د روغتونو ملاتړ ته ورشي.

ارشیف، پاکستان کې د ایدي خیریه بنسټ امبولانسونه
ارشیف، پاکستان کې د ایدي خیریه بنسټ امبولانسونه

تر اوسه نه ده څرګنده چې هندوستان د پاکستان دې خیریه بنسټ د مرستې وړاندیز ته څه ځواب ویلي.

ایدهي فاونډیشن په پاکستان کې د خیر ښیګڼې د کارونو یو مخکښ بنسټ دی او په دې هېواد کې د امبولانس پراخ خدمات وړاندې کړي.

  • هند سره د ایران چلند

بل خوا د ایران د هوايي چلند ادارې هند او پاکستان ته په دې هېوادونو کې د کرونا ویروس په پېښو کې د ناڅاپي زیاتوالي له کبله الوتنې بندې کړي دي.

ایرنا خبري اژانس ویلي، دا پرېکړه چې د شنبې د ورځې راهېسې عملي شوې د ایران د روغتیا وزارت کړې ده.

  • هند سره د جرمني چلند

جرمني هم د کرونا د هغې بدلې شوې بڼې له ویرې چې په هندوستان کې لیدل شوې پلان لري دې هېواد ته پر سفر بندیز ولګوي.

جرمني رسنیو د دې هېواد د روغتیا وزیر له خولې ویلي، حکومت به یې هند د هغو هېوادونو لېست کې شامل کړي چې په کې د کرونا د نوې بڼې د رامنځ ته کېدو اندېښنه ده.

د جرمني د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه د کرونا ویروس د هندي بڼې څو انفرادي پېښې رپورټ شوي.

جرمني خپله هم د نن ورځې څخه په دې هېواد کې د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره نوې بندیزونه لګولي دي او د دې هېواد صدراعظمې انګېلا مېرکل له خلکو غوښتي نوي محدودیتونه دې چې د شپې ګرځبندیز هم په کې شامل دی عملي کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG