د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د هند نوي ډهلي کې ښاربندي د یوې بلې اوونۍ په مخه وغځول شوه


هند د اکسیجن له کموالي سره مخامخ دی.   
هند د اکسیجن له کموالي سره مخامخ دی.   

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې لاک ډون یا ښاربندي د یوې بلې اوونۍ په مخه وغځول شوه.

د نوې ډهلي اعلی وزیر اروېند کجریوال نن یکشنبه (د غويي ۵مه) اعلان کړی چې نوی لاک ډون به د مې تر درېیمې جاري وي ځکه په پلازمېنه کې د کرونا له امله د مړو شمېر اوج ته رسیدلی دی.

د هند روغتیايي چارواکو هم سپارښتنه کړې چې د نوي ډهلي په څېر دې د هېواد په هغو سیمو کې چې وضعه یې ښه نه ده لاک ډاون وشي.

د راپورونو له مخې هند تېر درې ورځې تر یو میلیون زیات د کرونا مثبتې پېښې ثبت کړي.

د هند د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۶۰۰ کسان په دې هېواد کې له کرونا څخه مړه شوي دي.

چارواکي وایي، په هند کې د کرونا ویروس د څونامي له راتلو سره دا هېواد د اکسیجن له کموالي سره مخامخ دی.

په هند کې چې ټول نفوس یې یو میلیارد او درې سوه میلیونو ته رسېږي، څه باندی ۱۶ میلیونه وګړي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

هند د نړۍ په سطح تر امریکا وروسته د کرونا ویروس د مبتلایانو د شمېرو له اړخه په دوهم کتار کې دی.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په خپل ټوېټر لیکلي، تېر درې ورځې په دغه هېواد کې یو میلیون کسان په کرونا اخته شوي او افغانان له دې کبله له هند سره خپله همدردي ښکاروي.

XS
SM
MD
LG