په هندوستان کې د کرونا وبا وروستیو ورځو کې بې ساري شدت خپل کړی دی.
دې هېواد کې یوازې د جمعې په ورځ د کرونا له درې سوه زرو زیاتې نوې پېښې او تر دوه زره زیاتې مړینې ثبت شوي دي.
د نوي ډیلي او د هند شمالي ایالت اتر پردېش په شمول چې د اوونۍ پای کې بشپړه ټولبندي په کې لګېدلې، د دې هېواد بېلابېلو سیمو کې محدودیتونه زیات شوي دي.
په هند کې مېشت افغان لیکوال او د ازادي راډیو پخوانی همکار اومان نیازی وايي چې دغلته وروستیو مذهبي مراسمو او انتخاباتي کمپاینونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د کرونا ویروس د زیاتې خپریدنې سبب شوه.
له اومان نیازي سره اجمل اند په هندوستان کې د کرونا وبا د وروستي وضعیت او د خلکو په ځانګړي توګه هلته د مېشتو افغانانو پر ژوند یې د اغېزو په اړه مرکه کړې ده.
دا مرکه دلته اوریدلی شئ:
مرکه
No media source currently available
-
اجمل اند
اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی.