د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

امریکا کې له ۱۸ کلونو پورته نږدې ۱۳۰ ملیونه کسانو د کرونا ضد یو دوز واکسین لګولی


امریکا کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ
امریکا کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د امریکا په متحده ایالاتو کې نیمايي لویان، نږدې ۱۳۰ ملیونه هغه کسان د کرونا پر ضد لږترلږه یو ځل واکسین شوي چې له ۱۸ کلونو پورته عمرونه لري.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز پرون (د اپرېل په ۱۸مه) راپور ورکړ چې دا د لویانو د نفوس ۵۰،۴ فیصده برخه جوړوي.

دې ډله کې کابو ۸۴ ملیونه کسانو ته چې د نفوس یو پر درېیمه برخه جوړوي، بشپړ واکسین ورکول شوی دی.

دغه هېواد کې چې کرونا تر ټولو زیات ځپلی د واکسین چارې ګړندۍ شوي او په ورځ کې څه باندې درې ملیونه کسانو ته تزریقېږي.

له دې سره هم‌مهاله داسې اندېښنې شته چې د واکسینېدونکو کسانو شمېر ممکن امریکا کې کم شي، ځکه یوې سروې موندلې چې په هرو پنځو امریکایانو کې یو تن لېواله نه‌دی چې ځان واکسین کړي.

امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

د امریکا ترڅنګ په اسرائیلو کې هم څه باندې نیمایي وګړي په بشپړ ډول د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي دي.

دغلته پرون له یوه کال وروسته په لومړي ځل له سرپټو ځایونو بهر د ماسکونو د تړلو حکم لیرې شو.

اسرائیل د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې خپل ډېر وګړي یې واکسین کړي او دغلته اوس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی او دې ته زمینه برابره شوې چې ښوونځي، رستورانتونه، میخانې او نور کاروبارونه خلاص شي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، راتلونکي کې واکسین ته نوره اړتیا هم پیښېږي، ځکه په خبره‌یې ویروس بېرته ورګرځېدلی شي.

امریکا او اسرائیل که د کرونا په برخه کې ښه خبرونه لري، خو داسې هېوادونه شته چې همدا اوس په‌کې په ورځني ډول د کرونا بې‌ساري شمېر مثبتې پېښې ثبتېږي.

هند، پاکستان او ترکیه د دې ډول هېوادونو په سر کې دي.

هند کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره معاینات
هند کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره معاینات

په هند کې د روغتونونو بسترونه ډک شوي او د عاجلو ناروغانو لپاره د اکسیجن له کمي سره هم مخامخ شوي دي.

په اروپا کې بیا جرمني د دغې وبا له کبله د خپلو نږدې ۸۰ زره کسانو پر مړینه د ویر مراسم ترسره کړي او د دغې لویې وچې ځیني نور هېوادونه د ویروس له درېیمې څپې سره مخامخ دي.

فرانسې تازه خپلې خاورې ته له ارجنتاین، چيلي، جنوبي افریقا او برازیل څخه د کسانو په ورتګ محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG