د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

کرونا؛ فرانسه د واکسینونو د لومړي او دوهم ډوز ترمنځ واټن اوږدوي


ارشیف
ارشیف

فرانسه د کرونا ضد واکسین د پروګرام د ګړندي کولو لپاره د فایزر بایونټیک او موډرنا واکسینونو د لومړي او دوهم ډوزو ترمنځ واټن اوږدوي.

د فرانسې د روغتیا وزیر اولیوې ویرن د فرانسېJDD ورځپاڼې ته نن د یکشنبې(د وري ۲۲مه) په ورځ وویل چې د دغو واکسینونو لومړي او دوهم ډوزه به له دې وروسته د څلورو نه بلکې د شپږو اونیو په واټن کې تطبیق کېږي.

د هغه په وینا دا کار به دوی ته د دې زمینه برابره کړي چې ډېرو خلکو ته د خونديتوب له کمېدو پرته واکسین ورکړي.

د واکسین د پڅ بهیر له پیلیدو وروسته فرانسه د روانې اپریل میاشتې تر نیمایي دمخه هغه هدف ته نژدې شوې چې باید په اوونۍ کې لس میلیونه وګړو ته د واکسین لومړني ډوزه ورکړي.

په داسې حال کې چې هېوادونه د کرونا د ویروس د نویو بڼو په وړاندې د واکسینو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي یو شمېر روغتیایي متخصصینو سپارښتنه کړې چې د واکسینونو د لومړي او دوهم ډوز ترمنځ دې وخت زیات شي.

XS
SM
MD
LG