د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

روسیه: کرونا دوه لکه او ۲۵زره کسان مړه کړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روسیې د احصایې ملي ادارې ویلي، دغلته په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شوېو کسانو شمېر دوه لکه او پنځه ویشت زره کسانو ته رسېږي.

د روسیې دغې ادارې پرون جمعه (د وري ۱۳مه) دا شمېرې خپرې کړې.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، روسیه د نړۍ په کچه له امریکا او برازیل وروسته درېیم هېواد دی چې ډېر کرونایي ناروغان په کې مړه شوي دي.

امریکا کې څه باندې پنځه نیم لکه کسان په کرونا مړه شوي او برازیل کې بیا د مړینې شمېر درې لکه او پنځه ویشت زره ثبت شوی دی.

روسیه د نړۍ له هغو هېوادونو ده چې خپله یې د کرونا ضد واکسین تولید کړی او تراوسه یې پنځه فیصده وګړي واکسین شوي دي.

روسیه د 'سپوتنیک وي' په نوم د کرونا واکسین لري، خو اکثره خلک یې د ګټو په اړه شکونه لري.

XS
SM
MD
LG