د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

نړۍ کې د کرونا له کبله د مړه شويو کسانو شمېر له درې ملیونو واوښت


ارشیف، برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو قبرونه
ارشیف، برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو قبرونه

د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له درېیو ملیونو واوښت چې د کرونا له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلین‌یې د کابو کولو هڅه کوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۲ زره کسان په کرونا مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا داسې وضعیت نه‌دی چې د وبا له پيل ۱۶ میاشتې وروسته‌یې دوی وړاندوینه کړې وه.

په اکثرو هېوادونو کې لا هم د ویروس د مخنیوي محدودیتونه پر خپل ځای دي.

XS
SM
MD
LG