د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د اسیا پراختیايي بانک: ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښه شوې


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د اسیا پراختیايي بانک وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښه شوې او وړاندوینه‌يې کړې چې راتلونکی کال کې به لا ښه شي.

دغه بانک د یوه نوي راپور په خپرولو سره لیکي، په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده د بېلابېلو ستونزو له کبله منفي ۵ وه، خو وړاندوینه کوي چې روان کال به ۳ او په ۲۰۲۲ کال کې به ۴ سلنه ته لوړه شي.

دا راپور د "اسیا پراختیايي بانک او په ۲۰۲۱ کال کې د اسیا لیدلوری" تر عنوان لاندې نن خپور شو.

دې راپور کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د منفي اغېز لاملونه، د کرونا ویروس خپرېدل، سیاسي بې‌ثباتي او د تاوتریخوالي دوام بلل شوي دي.

په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک رئیس نرېندرا سنګرو که څه هم د افغانستان اقتصادي ودې ته هیله‌مند دی، خو د دې پرمختګ پر وړاندې یو شمېر جدي ننګونې هم په ګوته کوي.

د اسیا پراختیايي بانک نښان
د اسیا پراختیايي بانک نښان

دی زیاتوي: "ننګونې، ګواښونه، په ځینو لیرې پرتو او نا امنو سیمو کې د واکسین نه تطبیق، جګړه، جرمونه، فساد، سیاسي بې‌ثباتي، ټولنیز نا انډولي او د ستونزو نه‌حلول، د افغانستان پر اقتصادي ودې منفي اغېز کولای شي."

د اسیا پراختیايي بانک دغه‌شان وايي، په دې هېواد کې د بېلابېلو ستونزو له کبله په ۲۰۱۹ کال کې د پیسو پړسوب ۳،۳ سلنه و، خو په ۲۰۲۰ کال کې دا کچه ۵،۶ سلنه ته رسېږي.

خو د دې بانک له قوله، په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې خوراکي تورم ۱۰ سلنه و، مګر په اپرېل میاشت کې هغه مهال کې چې د کرونا ویروس له کبله پولې وتړل شوې او په کور دننه راکړه ورکړه زیاته شوه، دا حالت ۱۶،۶ سلنې ته ورسېد.

خو د اسیا پراختیايي بانک وړاندوینه کوي چې روان او راتلونکی کال به د خوراکي موادو په واردېدو او تولید سره دا کچه ۵ تر ۴ سلنې ته راټيټه شي.

په همدې حال کې اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار د افغانستان اقتصادي وده د دې هېواد په امنیتي او سیاسي وضعیت پورې تړلې بولي.

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

ښاغلی واحدیار وايي: "که د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته، په دې هېواد کې سوله راشي، په ډاډ سره وایم چې ډېره اقتصادي وده به وکړي، خو که چېرې سوله ونه‌شي او جګړه زیاته شي، اقتصادي وضعیت او بې‌کاري به له اوسني حالت هم خراب شي."

خو له دې ټولو سره سره، اسیا پراختیايي بانک ډاډ ورکوي چې د نورو نړیوالو ادارو سربېره به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اسیا پراختیايي بانک د مسؤلانو په خبره، د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د واکسین د پېچکاري کېدو بریالی بهیر او په افغانستان کې د اقتصادي ودې په موخه د پانګونې له لارې کېدای شي چې دا هېواد سږ او راتلونکی کال په یوه ښه وضعیت کې وي.

XS
SM
MD
LG