د اروپايي ټولنې مشران د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د وېش پر سر د اختلاف په حل بریالي نهشول.
دوی خبرداری ورکړ چې دا اختلاف ښايي د دې ټولنې لهخوا بهر ته د دې واکسین د ځینو ډولونو پر صادرولو د بندیز باعث شي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین د اروپايي ټولنې په پرونۍ انلاین سرمشریزه کې وویل چې دا ټولنه به بریتانیا او نورو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین صادرولو ته تر هغه وخته اجازه ورنهکړي چې د درمل جوړولو کمپنۍ اروپايي ټولنې ته د واکسین د ورکولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل ونهکړي.
د واکسین د وېش پر سر د دې اختلاف په محراق کې په هالنډ کې د استرازینیکا د واکسین جوړولو یوه کارخانه ده چې د بریتانیا حکومتیې د کرونا پر ضد د دې واکسین د وېش د کړۍ جز ګڼي، خو اروپايي ټولنهیې مخالفت کوي.
استرازینیکا د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو ګډ شرکت دی.
د اروپايي شورا مشر شارل میشل هیله وښوده چې د دې کمپنۍ پر سر لانجه به د ده د طرحې په مرسته حل شي.
ښاغلی میشل زیاتوي: "د دې کمپنۍ په اړه ځینې جدي اندېښنې شته. موږ هیلهمن یو چې د واکسین د وېش په برخه کې د اروپايي کمېسیون د مېکانیزم په مرسته به دا امکان ترلاسه شي چې نهیوازې د کرونا د واکسین تولید، بلکې وېش هم پراخ شي."
د اروپايي ټولنې مشران د پرونۍ سرمشریزې تر پایه د استرازینیکا د ۱۰ ملیون دوزه واکسین د وېش د څرنګوالي پر سر د لانجې په حل کې پاتې راغلل، خو پرېکړهیې وکړه چې په دې اړه خبرو ته به دوام ورکوي.