د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۸

اسټرازینیکا د کووېډ-۱۹ واکسین د اغېزمنتیا کچه ۷۶ سلنه اعلان کړه


د اسټرازینیکا واکسین

اسټرازینیکا د کووېډ-۱۹ واکسین د اغېزمنتیا کچه ۷۶ فیصده اعلان کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه (د وري ۵مه) د اروپایي ټولنې مشرانو په خپله غونډه کې د دې وبا د مخنیوي د لارو چارو پر مسئلو خبرې وکړې.

اسټرازینیکا پرون وویل، دوی امریکا کې هم د یوې مطالعې موندنې له سره حساب کړي او دې پایلې ته رسیدلي چې د کرونا د نښنو نښانو په مخنیوي کې یې د واکسین اغېزمنتیا په سلو کې ۷۶ ده.

د همدې اوونۍ په سر کې بیا اسټرازینیکا ویلي و، د واکسین اغېزمنتیا یې ۷۹ سلنه ده.

دا نوې ارزونه له هغه وروسته خپره شوه چې د امریکا یوه خپلواک بورډ پر اسټرازینیکا تور پورې کړ چې د خپل واکسین د مؤثریت په اړه بشپړ واقعیت نه وایي.

اسټرازینیکا ویلي، هڅه کوي چې راتلونکو اونیو کې په امریکا کې خپل واکسین ته د بیړني تطبیق اجازه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG