جرمني به په اروپا کې د کرونا وبا د درېیمې څپې د مخنیوي په هدف، ټولبند د اپریل تر اتلسمې وغځوي.
وروسته تر اوږدو خبرو چې تر نن سهار وختي پورې یې دوام وکړ، صدراعظمې انګېلا مېرکل او د جرمني ایالتي چارواکو، همداراز موافقه وکړه چې د ایستر مذهبي جشن د رخصتیو په وخت به دا بندیزونه د پنځو ورځو په مخه سخت وي.
مېرمن مېرکل خبري غونډې ته وویل، د اپریل له لومړۍ تر پنځمې به ټول دوکانونه بند وي، مذهبي مراسم به انلاین وي، یوازې به سوپر مارکیټونو ته اجازه ورکړو چې د اپریل په درېیمه پرانېستي وي.
درې اوونۍ مخکې فدرالي او ایالتي حکومتونو موافقه کړې وه چې د درې اونیو په ترڅ کې به تدریجي بندیزونه کموي، خو اوس یې پرېکړه بدله کړې ده.
د اروپایي ټولنې د نورو هېوادو په څېر جرمني د کرونا وبا د درېیمې څپې او د واکسین د ورکړې د ورو بهیر له امله بندیزونو ته مخه کړې ده.
د فرانسې، ایټالیا، استریا او پولنډ په ګډون نورو اروپایي هېوادونو هم پر بندیزونو تکیه کړې ده.