د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

اروپايي هېوادونو کې د کرونا د تازه پېښو نوې څپه؛ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کېږي


ارشیف، په پاریس کې په کرونا ویروس اخته ناروغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف، په پاریس کې په کرونا ویروس اخته ناروغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو څو هېوادونه اړ کړل چې د شنبې په ورځ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کړي.

په پاریس او د فرانسې په ځینو نورو سیمو کې پرون د یوې میاشتې په مخه نیمه ښاربندي نافذه شوه. ویل کېږي چې نوي تدابیر به د دې هېواد له درې برخو څخه یوه برخه وګړي اغېزمن کړي.

پولنډ هم د درې اوونیو په مخه نیمه ښاربندي اعلان کړه چې ورسره به په دې هېواد کې سوداګریز مرکزونه، هوټلونه، ښوونځي او د سپورټ جېمونه تړلي وي.

په اوکراین کې پلازمېنه کیف له حیاتي اړتیاوو پرته بشپړ تړل شوی او ښوونځي انلاین شوي څو په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نویو پېښو لوړه شوې څپه راښکته کړي.

اوکراین کې د کرونا ویروس له امله د یوه مړ شوي ناروغ مړی
اوکراین کې د کرونا ویروس له امله د یوه مړ شوي ناروغ مړی

بریتانیا بیا توانېدلې ده چې د خپلو بالغو وګړو نیمايي برخې ته حد اقل د کرونا واکسین یوه ستن (دوز) ورسوي. د دې هېواد د روغتیا وزیر ماټ هانکوک ویلي، دې چارې دا هېواد له پلان سره سم دې ته نږدی کړی چې د ښاربندۍ تدابیر نرم کړي او کاروبارونه بېرته پرانیزي.

بریتانیا داسې وخت د کرونا ضد واکسین په رسولو کې پرمختګ کوي چې اروپايي ټولنه د واکسین د رسولو په برخه کې د محدودیتونو او خنډونو سره مخ ده او په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین وېش او رسول ورو پر مخ ځي.

د اروپايي ټولنې مشرې اورزولا فن دیر لاین ګواښ کړی چې که چېرې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د استرازینیکا واکسین ژمنه شوې برخه ونه‌رسېږي دوی به د دې واکسین صادرات بند کړي.

نوموړې یوې جرمني رسنۍ ته ویلي "موږ د دې واکسین پر صادراتو د بندیز انتخاب لرو" نوموړې زیاته کړه د "استرازینیکا کمپنۍ ته‌یې پیغام دا دی چې تاسو باید مخکې له دې چې نورو هېوادونو ته د واکسین استول پیل کړئ، له اروپا سره کړی قرارداد پوره کړئ".

اورزولا فن دیر لاین
اورزولا فن دیر لاین

بل‌خوا په ځینو اروپايي ښارونو لکه د جرمني په ځینو ښارونو، لندن، رومانیا او صربیا کې د کرونا ویروس سره د تړلو نویو سختو بندیزونو پر ضد پراخې مظاهرې شوې دي.

د کرونا وبا سره یو بل تړلی خبر وايي، د توکیو د المپیک د سیالیو تنظیموونکو د بهر څخه دې سیالیو ته د نندارچیانو په ورتلو بندیز اعلان کړی. له دې سره به دا لومړی ځل وي چې د المپیک سیالۍ د نړیوالو نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

په لاتینه امریکا کې چیلي د کرونا وبا د پیل راهیسې دې هېواد کې په یوه ورځ په کرونا د اخته شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ۷،۰۸۴ کسان ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دا هېواد هم د بندیزونو او هم د واکسین په برخه کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی.

چیلي د خپل وګړو نږدې ۲۹ فیصدو ته د کرونا ضد واکسین لږترلږه یو دوز ورکړی او د هغو چې د دې واکسین دوه دوزه‌یې ترلاسه کړي شمېر بیا ۱۵ سلنه ښودل شوی.

برازیل کې په کرونا ویروس اخته ناروغ په یوه روغتون کې له درملنې وروسته
برازیل کې په کرونا ویروس اخته ناروغ په یوه روغتون کې له درملنې وروسته

برازیل کې هم د کرونا ویروس څپې زور اخیستې او دې هېواد په یوه ورځ ۹۰ زرو پورې د 'کووېډ-۱۹' نوې پېښې ثبت کړې دي. همدارنګه په دې هېواد کې په ورځني توګه د دې ویروس سره تړلې شااوخوا درې زره مړینې هم ثبت شوې دي.

د افغانستان په ګاونډ کې بیا د پاکستان صدراعظم عمران د نړۍ وروستی مشر شو چې په کرونا اخته کېږي. نوموړی له هغې دوه ورځې وروسته په 'کووېډ-۱۹' اخته ګڼل شوی چې چینايي سینوفارم (Sinopharm ) کووېډ ضد واکسین ورته وشو.

XS
SM
MD
LG