د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

کرونا؛ تمه ده جرمني بیړني اقدامات اعلان کړي


د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل
د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل

ټاکل شوې جرمني دغه هېواد کې د کرونا د پېښو د پام وړ زیاتوالي لپاره بیړني اقدامات اعلان کړي.

د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل دا خبره پرون جمعه له دولتي چارواکو سره تر ملاقات وروسته وکړه.

د اروپا دا ستر اقتصاد لرونکی هېواد دا مهال د کرونا له درېیمې څپې سره مخامخ دی او ډېرې پېښې په کې د دغه ویروس د بریتانوۍ بڼې دي.

میرمن مېرکل ویلي، دې فکر کاوه چې له بیړنیو حالاتو پرته به حالات قابو کړي، خو په خبره یې د تېرو ورځو پېښو ته په کتو دا کار امکان نه لري.

دا خبره داسې مهال کېږي چې د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو بېرته د کرونا ضد اسټرازینیکا واکسین پيل کړی دی.

XS
SM
MD
LG