د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۹

د پاکستان صدر اعظم عمران خان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی

د پاکستان صدر اعظم عمران خان
د پاکستان صدر اعظم عمران خان

د پاکستان صدر اعظم عمران خان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی. د پاکستان د روغتیا وزیر د دې خبر په تایید سره ویلي چې دوه ورځې وړاندې عمران خان ته د کرونا ضد واکسین هم شوی و.

د پاکستان د روغتیا سلاکار فیصل سلطان نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې خان دا مهال په خپل کور کې د قرنطین په حال کې دی.

سینوفارم یوازنی واکسین دی چې پاکستان کې د کرونا پر ضد کاریږي.

چین د دغه واکسین نیم میلیون ډوزه پاکستان ته ورکړي دي.

پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري تر اوسه د کرونا څه باندې یوولس نیم میلیونه پېښې ثبت شوي دي او نژدې یو لک او شپیته زره کسان ترې مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG