د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

کرونا؛ د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا ډاډ ورکړل شو


د اسټرازینیکا واکسین
د اسټرازینیکا واکسین

د اروپایي ټولنې د درملو د کیفیت معلومولو ادارې خلکو ته د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا ډاډ ورکړ.

اسټرازینیکا واکسین اکسفورډ پوهنتون د یوې بریتانیایي او یوه سوېډني شرکت په مرسته جوړ کړی دی.

په اروپایي ټولنه کې د دوا د کیفیت معلومولو ادارې رئیسې ایمرکوک د اسټرازینیکا واکسین د نتیجې د بیا کتنې د اعلان پر مهال وویل چې مؤظفې کمېټې ښکاره علمي نتیجه ترلاسه کړې ده.

په اروپایي ټولنه کې د دوا د کیفیت معلومولو ادارې رئیسه ایمرکوک
په اروپایي ټولنه کې د دوا د کیفیت معلومولو ادارې رئیسه ایمرکوک

ده زیاته کړه چې دا واکسین خوندي او اغېزمن دی چې خلک له کرونا ویروس څخه ساتي.

خو د اروپایي ټولنې د درملو د کیفیت معلومولو ادارې دا هم ویلي دي چې دوی یومخ دا نه ردوي چې دا واکسین د ویني له غوټه کېدلو سره ارتباط نه لري او د همدې لپاره یې نورې څېړنې پیل کړي دي.

په څو هېوادونو کې د دې واکسین تر تطبیق وروسته د وینو د غوټه کېدو راپورونه خپاره شول چې له امله یې د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون د ورکړې هڅې سستې شوې.

د اروپا د درملو د کیفیت معلومولو ادارې اسټرازینیکا واکسین د جنوري په میاشت کې تایید کړی و.

تراوسه د هغو ۳۰ میلیونه کسانو له ډلې چې دا واکسین یې کړی دی، لږ تر لږه د دیرش کسانو وینه غوټه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، څېړونکي لا هم د دې واکسین په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې کوي، خو دې سازمان ویلي دي چې د دې واکسین د ورکړې چارې دې نه درول کېږي.

په مټو، پښو او د بدن په نورو ځایونو کې د وینې غوټې ښایي زړه، مغزو او سږو ته ولېږدي او ناروغ له سخت خطر سره مخامخ کړي، ان د هغه د زړه د درېدو سبب شي.

څېړونکي لا هم د دې واکسین په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې کوي
څېړونکي لا هم د دې واکسین په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې کوي

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې (د کب ۲۷مه) په ورځ وویل چې د اسټرازینیکا واکسین ګټې د هغه د احتمالي خطرونو په پرتله ډېرې زیاتې دي.

د اسپانیا روغتیا وزارت په همدې ورځ وویل چې یو تن مغزي سکته کړې او بل په نس کې د وینې د غوټه کېدو له امله مړه شوې او دغو دواړو شپاړس ورځې مخکې اسټرازینیکا واکسین کړی وو.

د دغو دوو سربیره د هغو یو میلیون کسانو له ډلې چې اسټرازینیکا واکسین یې کړی دی د اسپانیا روغتیا وزارت درې نوې مشکوکې پېښې هم ثبت کړي دي.

بل لورته د ناروې روغتیا وزارت تېره دوشنبې ویلي و چې یو تن د اسټرازینیکا واکسین تر تطبیق وروسته مغزي سکته وکړه، خو له واکسین سره د دې پېښې هېڅ ارتباط ثابت نه شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG