د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

'EMA': هېڅ ثبوت نشته چې اسټرازِنِکا د وینې له غوټه کېدو سره تړاو لري


د کووېډ-۱۹ ضد اسټرازِنِکا واکسین
د کووېډ-۱۹ ضد اسټرازِنِکا واکسین

د اروپایي ټولنې د درملو اداره 'EMA' وایي، په دې ډېره ډاډه ده چې د کووېډ-۱۹ ضد اسټرازِنِکا واکسین ګټې د هغه له خطرونو زیاتې دي.

دغه اداره دغه ډاډ وروسته له هغې څرګندي چې یو شمېر هېوادونو هغو اندیښنو ته په پام چې د اسټرازِنِکا واکسین په تړاو د وینې د غوټه کېدو پر سر راپورته شوي، د دغه واکسین تطبیق ځنډولی دی.

'EMA' پرون سې شنبې (د کب ۲۶مه) وویل، هېڅ ثبوت نشته چې دغه واکسین دې د وینې له غوټه کېدو سره تړاو ولري او له هېوادونو غواړي چې د هغه تطبیق ته دوام ورکړي.

تر اوسه د اسټرازینیکا واکسین ملیونونو کسانو ته ورکړل شوی خو په یوشمیرکمو کې د وینې د غوټه کیدو پیښې رامنځ ته شوې چې له امله یې د هغه تطبیق په یو شمېر هېوادونو کې ځنډول شوی دی.

تراوسه لږ تر لږه دوو هېوادونو، فرانسې او ایټالیا د اروپایي ټولنې د درملو د ادارې د دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

بریتانیا چې تراوسه یې د اسټرازِنِکا واکسین څه باندې ۱۱ میلیونه ډوزه خلکو ته ورکړي، د دې هېواد متخصیصیونو د دغه واکسین په تړاو د وینې د غوټه کېدو کوم شواهد نه دي موندلي.

XS
SM
MD
LG