د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

هالند هم د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین تطبیق وځنډاوه


د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین
د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین

هالند هم له هغو هېوادونو سره یوځای شو چې د کرونا ضد استرازینیکا واکسین تطبیق‌یې ځنډولی دی.

وروسته له هغې چې په یو شمېر هغو کسانو کې چې دغه واکسین‌یې ترلاسه کړی، د وینې د غوټه کېدو راپورونه خپاره شول، ایرلند، ډنمارک، ناروې، بلغاریا او ټایلنډ د دغه واکسین تطبیق وځنډاوه.

هالند پرون وویل چې دغه واکسین‌یې د مارچ تر ۲۹ پورې ځنډولی دی. له دې مخکې د ایرلنډ روغتیايي چارواکو پرون اعلان وکړ چې د استرازینیکا واکسین به د لنډې مودې لپاره وځنډول شي.

دا وروسته له هغې چې د ناروې د درملو د تنظیم ادارې راپور ورکړ چې استرازینیکا واکسین په ناروې کې تر لګولو وروسته په بالغو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو سبب شوی دی.

تېره اوونۍ د ډنمارک، ناروې او بلغاریا په ګډون ګڼو هېوادونو د دغه واکسین لګول وځنډول، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغه واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ‌یې کوم ارتباط نه‌دی موندلی.

XS
SM
MD
LG