د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

کرونا؛ امریکا کې څه باندې ۱۰۵ میلیونه ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی


ارشیف
ارشیف

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، تر پرون شنبې (د کب ۲۳مه) پورې دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۵ میلیونه او ۷ لکه ۳ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوي دي.

د دغه مرکز په وینا نژدې ۶۹ میلیونه امریکایانو ته د مودیرنا، فایزر او بیواین ټیک او جانس اېنډ جانسن واکسین تطبیق شوی دی.

په امریکا کې د واکسیناسیون له چټکتیا سره د کرونا ویروس مثبتې پېښې د پام وړ کمې شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې تر جولای پورې به ټول بالغ امریکایان د کرونا پر ضد واکسین شي.

XS
SM
MD
LG