د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د روغتیا نړیوال سازمان افغان ښوونکو ته د کرونا واکسین پیل وستایه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا نړیوال سازمان د افغان استادانو لپاره د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر د پیلېدو ستاینه وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ د دغه بهیر د پیل خبر ورکړی وو.

تمه ده دې بهیر کې د ښوونځیو او پوهنتونونو څلور زره استادانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شي.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' تېره ورځ پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان له لوري دا اقدام په ښه وخت کې پیل شوی ځکه راتلونکې اوونۍ دې هېواد کې ښوونځي نوی تعلیمې کال پیلوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تراوسه ۴۵ زره کسانو ته په دې هېواد کې د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی دی.

په افغانستان کې د اسټرازینیکا واکسین چې د هند او بریتانیا ګډ تولید دی، تطبیقېږي.

نوي ډهلي دا واکسین له افغانستان سره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG