د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

چین: د ۲۰۲۲ تر نیمايي به ۸۰ سلنه وګړي د کرونا پر وړاندې واکسین شي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د چین یوه روغتیايي اداره وايي، په پام کې ده، د دغه هېواد له ۷۰ تر ۸۰ فیصدو پورې وګړي د ۲۰۲۲ میلادي کال تر نیمايي پورې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شي.

د چین د ناروغیو د کنټرول ادارې مشر، ګاو فو پرون شنبه (د کب ۲۳مه) وویل، چین به خپل یو میلیارد او ۹۰۰ میلیونه وګړو ته د کرونا ضد څلور تصویب شوي واکسینونه ولګوي.

ګاو فو د چین دولتي ټلوېزیون CGTN ته وویل: چین هیله من دی چې وکړای شي په نړۍ کې د خپلو خلکو په خوندیتوب کې مخکښ وي.

په چین کې د فبرورۍ میاشتې تر وروستۍ پورې ۵۲ میلیونه او پنځه لکه وګړي واکسین شوي دي.

کرونا ویروس لومړی د ۲۰۱۹میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښار څخه نورې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG