د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

اروپايي ټولنې د کرونا ضد واکسین د تولید پر زیاتولو موافقه وکړه


د کرونا ویروس ضد مودرنا، استرازینیکا او فایزر بایو اېن تیک واکسینونه
د کرونا ویروس ضد مودرنا، استرازینیکا او فایزر بایو اېن تیک واکسینونه

د اروپايي شورا مشر شارل میشل وايي، اروپايي ټولنې په اروپا کې د کرونا ضد واکسین د تولید پر زیاتولو موافقه وکړه.

د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو پرون په یوه انلاین سرمشریزه کې له کرونا وبا څخه د خلاصون پر لارو چارو خبرې وکړې.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "اروپايي ټولنې له ډسمبر میاشتې راهیسې ۳۳ هېوادونو ته د واکسین ۷۷ ملیونه دوزه صادر کړي دي."

اروپايي ټولنه بېلابېلو برخو ته د واکسین نږدې ۸۸ ملیونه دوزه د رسولو په حال کې ده، تر ۱۸ ملیونو او ۲ لکو ډېرو کسانو ته دغه واکسین لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG