د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ارګ: طالبان یوازې د خپلې "کوچنۍ ډلې" استازیتوب کوي


ارګ ماڼۍ
ارګ ماڼۍ

ارګ ماڼۍ د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د طالب پلاوي د لیدنې په غبرګون وايي، طالبان یوازې د خپلې "کوچنۍ ډلې" استازیتوب کوي د افغانانو او افغانستان د استازیتوب صلاحیت او اعتبار نه لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "طالبان د خپلې کوچنۍ ډلې استازيتوب کوي. د طالبانو ډله په هېڅ ځای او هېڅ عنوان د افغانستان يا افغانانو استازيتوب نه شي کولی؛ د دې کار لپاره نه قانوني صلاحيت لري، نه سياسي اعتبار او نه هم اخلاقي مقام."

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر نن له غرمې مخکې په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره لیدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې جواد ظریف د طالبانو له پلاوي سره په خبرو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه اسلامي دولت له جوړښته ملاتړ کړی دی.

ظریف همدا راز ویلي چې ایران چمتو دی د طالبانو او دولت او نورو ډلو د خبرو اسانچاري وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړوند موضوع ګانو، بین الافغاني مذاکرو، د دوحې د تړون د عملي کېدو او افغانستان او سیمې ته د ده په خبره د امن او سولې په ضرورت بحثونه وشول.

XS
SM
MD
LG