د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ایرو اېشیا ریویو: څومره پیسې په‌کار دي چې د امو دریا غاړې پخې او کلکې شي؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې

یو شمېر امریکايي ورځپاڼو په غور کې د یوې راډیو د مسؤل له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې پر خبریالانو وروستیو خونړیو حملو ته کتنه کړې ده.

  • دي هيل

دي هیل ورځپاڼې لیکلي، د غور غږ راډیو مسؤل بسم‌الله عادل د جمعې په مازدیګر د خپل ولایت په مرکز فېروزکوه کې کور ته روان و چې وسله‌والو کسانو پرې ډزې وکړې.

ورځپاڼې د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې پر اساس لیکلي چې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان د نړۍ په هغو ۵ هېوادونو کې شامل و چې خبریالانو ته تر ټولو خطرناک دي.

  • لاس انجلس ټایمز

دې ورځپاڼې بیا د افغانستان په سخت ژمي کې د افغان ماشومانو پر ستونزو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د سېف دې چلدرن مؤسسې په قول ویل شوي چې تر ۳ لکه ډېر افغان ماشومان چې مناسبې جامې او د تودولو وسایل نه‌لري، د ژمي په دې سخته یخنۍ کې په ناروغیو اخته کېږي.

په لیکنه کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې روانې جګړې د زرګونه خلکو کورونه ویجاړ کړي او لسګونه زره ماشومان‌یې اړ ایستلي چې په خېمو کې واوسي.

دا ماشومان تر صفر په ټیټه درجه هوا کې د لوږې او د 'کووېډ-۱۹' په شمول د راز راز ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.

  • ايرو اېشيا ریويو

ایرو اېشیا ریویو خپرونې بیا د امو سیند د غاړو د توږل کېدو پر ستونزې لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې د شناندو په قول کښلي چې امو دریا هر کال ډېر کورونه او کرنیزه ځمکه په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې ورانوي.

افغان چارواکي عموماً د دې ستونزې لپاره بېړني او موقتي اقدامات کوي چې د انساني تلفاتو مخه ونیسي.

د ایرو اېشیا ریویو پر اساس، په ۲۰۱۸ کې د افغانستان حکومت د امو دریا په غاړه ځیني استنادي دېوالونه جوړ کړل، خو دا دېوالونه د وخت په تېرېدو ونړېدل او د ستونزې مخه‌یې ونه‌نیولی شوه.

پوښتنه دا ده چې دغو بېړنیو اقداماتو ولې مقاومت ونه‌کړای شو او ژر بېرته ونړېدل او څومره پیسې په‌کار دي چې د امو دریا غاړې په اساسي ډول پخې او کلکې شي؟

ایرو اېشیا ریویو ته شناندو ویلي چې دا ستونزې د افغانستان د حکومت لپاره پر معما بدلې شوې دي.

خپرونه زیاتوي، په ۲۰۱۶ م کال ولسمشر اشرف غني د امو دریا د غاړو د کلکولو لپاره د اوبو او انرژۍ په وزارت کې د یوې ډلې د جوړولو ژمنه وکړه، خو دا ژمنه لا عملي شوې نه‌ده.

په ۲۰۱۸ کې د افغانستان د اوبو د سکټور چارواکو په ترمز کې له ازبک چارواکو سره د امو دریا د غاړو د کلکولو په اړه خبرې وکړې چې تر اوسه د دوی د خبرو د نتیجې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

په منځنۍ اسیا کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو څو لسیزې پخوا خپلې خوا ته د امو سیند غاړې پخې کړي له همدې کبله دا سیند کال په کال د افغانستان لور ته خاوره توږي او کرنیزې ځمکې لاندې کوي.

XS
SM
MD
LG