د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ


محمد اشرف غني په ارګ کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اروپايي اتحادیې په شپږمه غونډه کې
محمد اشرف غني په ارګ کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اروپايي اتحادیې په شپږمه غونډه کې

د افغانستان حکومت د جنیوا کنفرانس په درشل کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ.

تمه کېږي چې د افغانستان په اړه د جنیوا په کنفرانس کې چې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته جوړېږي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو د دوام او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د تازه اقدام په اړه خبرې وشي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) ماسپښین په ارګ کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اروپايي اتحادیې په شپږمه غونډه کې په خپله وینا کې وویل: "په خوشالۍ اعلان کوم چې له فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ شوی او د هغه فرمان مې لاسلیک کړ. دا کمېسیون ۵ غړي لري، ۳ ښځې او ۲ نارینه، له همدا اوسه خپل کار پیلوي. ټول امکانات او واکونه چې په قانون کې په ګوته شوي ورکول کېږي. هیله لرم چې دا به یو اغېزمن اُرګان وي."

له بلې خوا په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر وان برانټ وویل، سره له دې چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي، خو د ده په وینا نورو اقداماتو ته اړتیا ده.

د اروپايي اتحادیې سفیر وان برانټ
د اروپايي اتحادیې سفیر وان برانټ

ښاغلي برانټ زیاته کړه: "په ټولو برخو کې په لازمه سیاسي اراده، حکومت باید په عامه خدماتو کې د رښتینولۍ او ځواب ویلو کلتور رامنځته کړي. باید هېڅ استثنا نه وي. ټول باید د قانون پر وړاندې یو شان وي."

ده د خپلو خبرو په دوام کې په ۲۰۰۹ میلادي کال د اشیافونډېشن سروې ته اشاره وکړه، ویې ویل، تر اتیا سلنه ډېرو افغانانو چې په نظرپوښتنه کې ورڅخه پوښتل شوي وو، ویلي چې اداري فساد په افغانستان کې لویه ستونزه ده.

ښاغلي برانټ زیاته کړه، هیله لري چې له اداري فساد سره د مبارزې نوې ستراتیژي چې د مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې په مشوره جوړه شوې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر منځنیو پورې تطبیق شي.

د دې غونډې تر جوړېدو مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر وویل چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اقدامات شوي خو لږ دي.

XS
SM
MD
LG