د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

کرکټ بورډ: د افغانستان شل اورېزه غوره لیګ لوبې به بیا پیل شي


افغان کرکټ بورډ وايي، د "اې.پي.اېل" یا د افغانستان پریمیر لیګ سیالۍ بیا پیلوي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي تېره ورځ له ملي ټلوېزیون سره د افغانستان د کورنیو سیالیو د خپراوي او تنظیمونکي د لس کلن تړون لیک د لاسلیک په غونډه کې وویل چې د "اې.پي.اېل" سیالۍ به بیا پیل شي.

ښاغلي یوسفزي وویل: "له دې وروسته د افغانستان شل اورېزه غوره لیګ لوبې به یوځل بیا پیل شي او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري زموږ لیګ روڼ بلل شوی او ادارې ته یې د یاد لیګ د لوبو کولو اجازه ورکړې او موږ به وکولی شو چې دغه لیګ په ښه توګه ترسره کړو."

د "اې.پي.اېل" یا د افغانستان د کرکټ پریمیرلیګ سیالیو لومړی پړاو درې کاله وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو په دې سیالیو کې د مالي فساد د راپورونو تر خپرېدو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا او افغان کرکټ بورډ په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG