د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

سروې: د عامه خدماتو له اړخه د پکتیا او کابل ښاروالیانې بد وضعیت کې دي


کابل کې د یوه کور مخته د ناپاکو توکو یو انځور- ارشیف
کابل کې د یوه کور مخته د ناپاکو توکو یو انځور- ارشیف

د کابل او پکتیا ښاروالۍ د افغانستان په ۱۱ ښارونو کې د عامه خدماتو له اړخه بدترین ادارې ونومول شوې.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په خپل یوې تازه ټولپوښتنه کې د کندهار ښاروالۍ بیا عامه خدماتو له اړخه د خلکو له ۶۱ فیصده رضایت سره تر ټولو ښه اداره نومولې.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په خپلې یوې تازه ټولپوښتنه کې د دغه هېواد د ۱۱ ښارونو د ښاروالیو خدمات په ۱۶ شاخصونو کې تر څېړنې لاندې نیولي.

دوی په دې ټولپوښتنه کې د ۱۱ ښارونو د ښاروالیو شکایاتونو ته رسېدنه، خلکو ته حساب ورکول، په عامه پرېکړو کې دخلکو ونډه، د بنسټیزو پروژو ساتنه، د مالیاتو او راټولونې په اړه روڼتیا، اطلاعاتو د خلکو لاسرسۍ او یو شمېر نورې برخې څېړلي دي.

دغه بنسټ د دغې سروې له مخې د پکتیا او کابل ښاروالیانې هغه ادارې یادې کړي چې د عامه خدماتو د بد وضعیت له مخې په ۱۱ ولایتونو کې لومړی او دویم مقام لري.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجراییوي مشر اکرام افضلي له ازاډي راډیو سره په خبرو کې وايي، فساد او خلکو ته د عامه خدماتو په برخه کې د اطلاعاتو نه شریکول هغه شاخصونه دي چې له دې ادارو سره یې د خلکو واټن ډېر کړی.

هغه زیاته کړه: "د ښاري خدماتو د خرابوالي اساسي لاملونه د فساد شتون، د سیسټم مرکزي کول او د ښې حکومتولۍ نشتون هغه څه دي چې د خدماتو کچه یې راټیټه کړې ده او د خلکو رضایت هم په دې برخه کې ډېر ټیټ شوی."

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجراییوي مشر اکرام افضلي
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجراییوي مشر اکرام افضلي

ښاغلی افضلي زیاتوي، ښاروالیانو ته د پرېکړو په برخه پوره واک ورکول کولای شي دغه ادارې تر ځايه په خپلو پښو ودروي.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ دغه سروې په ۱۳۹۴لمریز کال کې یوازې د کابل ښاروالۍ تر کچې پیل کړې و خو د ۶ کلنو په تېرېدو سره دغه ټولپوښتنه د هېواد ۱۱ ښارونو ته وغځېده.

دغه بنسټ کابل، پکتیا، ننګرهار، بامیان، هرات، لغمان، مزار شریف، پروان، کندز، کاپیسا او کندهار په دغو کلنو کې تر څېړنې لاندې نیولي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواک اداره د ښاروالۍ صلاحیتونو ته په اشاره سره وايي، د ښاروالیو صلاحیتونه نه دي کم شوي.

د دې ادارې ویاندې نرګس مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د سیمه ییزو ارګانونو له خوا د ښاروالیو صلاحیتونو نه دي کم شوي بلکې په خپل ځای محفوظ دي، خو دا چې ځیني ښاروالۍ ولې د خدماتو په برخه کې پاتې راغلي یو عمده دلیل یې د دې ښاروالیو بودیجه موږ ته په خپل وخت نه رسېږي دغه بودیجه چې بیا موږ ته راورسېږي هغه بیا طی مراحل غواړي."

له دې سره هممهاله د کابل ښاروالۍ بیا د روڼتیا څار بنسټ له لوري ترسره شوې ټولپوښتنه پرته له دې چې د عامه ادارو په اړه د خلکو ذهنونه خراب کړي بل څه نه بولي.

د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي: "دغه پایلې چې دغه بنسټ خپرې کړي زموږ له نظره پرته له دې چې د دولتي اداراتو پر وړاندې د خلکو اعتماد خراب کړي او د دواړو لوریو ترمنځ واټن رامنځته کړي بله معنی نه لري."

دغه سروې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کابل ښاروالۍ پرته نورې ټولې ښاروالیانۍ د خپرو شویو راپورنو پر بنسټ د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو ته خپل کاري راپورونه وړاندې کوي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره په دې برخه کې د ښاروالیو د چارو یو معینیت هم لري چې ډېری پرېکړې یې د همدې معینیت له لارې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG