د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

کابل کې غږیزه ککړتیا د چاپېریال پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده


د کابل ګوته سنګي سیمه
د کابل ګوته سنګي سیمه

غږیزه ککړتیا، د افغانستان په ټولو لویو ښارونو او په تېره په کابل کې، د هستوګنې د چاپېریال پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او په تېره د دغه ښار په مرکزي سیمو کې د پلورونکو، دکاندارانو، د رستورانونو د کارکوونکو، ښاري موټرو او کسبګرو غږونه پرته له ځنډه اورېدل کېږي.

دوی په دې کار هڅه کوي، د پېرېدونکو پام ورواړوي.

یو شمېر ګرځنده پلورونکي، په ثبتو شویو غږونو غواړي چې پېرېدونکي ورمات شي، دغه لوړ او پرله‌پسې غږونه، غږیزه ککړتیا رامنځته کوي.

د کابل په یوه واټ کې محمد داوود وايي، پرله‌پسې غږیزې ککړتیا تنګ کړی دی.

ده وویل: "دغه غږونه بد لګېږي او دماغ خرابوي. دلته یو لوډ سپیکر دی، لږ چې لاندې لاړ شې، د لوډ سپیکرونو مسابقه روانه ده، دغه غږونه ځوروونکي دي، د انسان دماغ ستومانه کوي."

د موټرو هارنونه، موسیقي او په ښاري بسونو کې په ټیلیفون په لوړ غږ خبرې کول، د غږیزې ککړتیا نور لاملونه دي.

د کابل ښار اوسېدونکی ذبیح‌الله وايي: "چیغې او غږونه ډېر دي، سړی ستړي کوي، زه د اړتیا وړ موادو د اخیستو لپاره له مجبوریته دلته راغلی یم."

کابل کې د منډوي کوڅه
کابل کې د منډوي کوڅه

په واټونو کې پر غږیزې ککړتیا سربېره، د ودونو په تالارونو، د شپې په محفلونو او کورونو کې، د لوډ سپیکرونو غږونه ځوروونکي دي.

عبدالحکیم، د کابل ښار د ودونو په تالار کې د لوړو غږونو په اړه وايي: "لوړه موسیقي انسان ځوروي، په محفلونو کې باید د موسیقۍ غږ ټیټ وي، لوړ غږ ځوروونکی وي او پر اعصابو ناوړه اغېز کوي."

په ورته وخت کې روان‌پوه شرف‌الدین عظیمي ازادي راډیو ته وویل، غږیزه ککړتیا، پر ذهن او ټولنیزو اړیکو ناوړه اغېز کوي او باید مخه‌یې ونیول شي.

عظیمي وویل: "کله چې غږیزه ککړتیا وي، سم فکر، نوښت، تحلیل او تجزیه نه‌شئ کولای، تاسې قهرجن کېږئ، په اوږد مهال کې تاسې ډارن کېږئ. کومو ځایونو کې چې خلک ډېر وي، مه‌ورځئ."

بل‌خوا د روغتیا وزارت د محیطي روغتیا رئیس کنشکا ترکستاني وايي، غږیزه ککړتیا د جدي ناروغیو لامل کېږي او په مخنیوي کې یې ښاروالۍ مسؤله ده.

لار بندي
لار بندي

ده ازادي راډیو ته وویل، د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره د یوې کړنلارې په جوړولو کې، له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي، په کابل کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره اقدامات پیل شوي دي.

هغې زیاته کړه: "کوم دکانونه چې لوډ سپیکر پلوري، هغه مو تړلي، هېڅوک د داسې وسایلو چې لوړ غږ لري د پلورلو حق نه‌لري. پلورونکي چې د موادو د پلورلو لپاره لوډ سپیکر کاروي، ټول به ترې راټول او ګدام به شي."

کابل د افغانستان تر نورو ښارونو ډېر نفوس لري.

رسمي شمېرې ښيي چې څه باندې پنځه میلیونه خلک په‌کې اوسېږي.

همدا شان د کابل ټرافیکو پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې لکونه موټر ګرځي او د دې ترڅنګ هره ورځ زرګونه له ولایتونو نه هم راځي چې د غږیزې ککړتیا لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG