د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د کونړ اوسېدونکي: د تورو ښیښو لرونکو موټرو بې نظمي او جنایتونه زیات کړي


ارشیف
ارشیف

د کونړ اوسېدونکي وایي، د تورو ښیښو درلودونکي موټرې يې په مرکز اسعداباد کې زیاتې شوي چې موټر چلوونکي يې هېڅ ډول ترافیکي قوانین نه مراعتوي او په ښار کې د بې نظمۍ او جنایتونو د زیاتوالي سبب شوي دي.

قاري ضیاالله د کونړ مرکز اسعداباد کې دکان لري وايي، له سهاره تر غرمې یې لس پنځلس داسې د تورو ښیښو موټر لیدلي چې چلونکو یې په سرعت او بې احتیاطۍ د ښار منځ کې ځغلول.

هغه وايي، پخوا دلته د تورو ښیښو موټر کم وو، خو اوس یې له یوې ورځې بلې ته شمېر زیاتېږي.

نوموړي زیاته کړه: "تورې ښیښې د څه په مانا دي؟ يو سړی چې فجايع نه کوي، فساد نه کوي، قاچاق نه کوي او نور جرمونه نه کوي، نو تورو ښیښو ته يې څه اړتیا ده؟ سپېنې ښیښې داسې دي لکه سپېنه رڼا او تورې ښیښې لکه تورتم او په تورتم کې حتماً خلک نور نقصانونه کوي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د موټرو د ښیښو پر تورولو بندیز لګولی دی، او وايي د تورو ښیښو لرونکو موټرو څخه ډېره کله په جرمونو او غیرې قانوني کړنو کې استفاده کېږي.

د کونړ یو بل اوسېدونکي خالد نبي زاده وايي، په دې ولایت کې د تورو ښیښو موټر ډېر یې هغه دي چې دولتي نمبر پلیټونه کاروي.

هغه زیاتوي: "چا پرې د ولسې جرګي او چا پرې د مشرانو جرګې نوم او چا پرې نور شیان لیکلي دي،که د موټرو تورې ښیښې سپېنې شي، د جرمونو کچه به هم راټیټه او ترافیکي نظم به رامنځته شي."

دا یوازې عام کونړیان نه دي چې د تورو ښیښو موټرو له ګرځېدو تنګ راغلي بلکې ترافیکو مامورین او پولیس یې هم بې وسه کړي.

داسعداباد په مرکز د شهیدانو چوک کې دوه تنه ترافیک پولیس ترافیکي شپېلي په خوله ولاړ دي.

دوی ته یوه ستونزمنه دنده ور تر غاړې ده او هغه د ګڼې ګوڼې په دې ډکه څلور لارې کې د ترافیکي نظم ساتل دي.

دوی نه غوښتل چې غږ یې ثبت شي خو ویې وویل چې د تورو ښیښو د موټرو چلونکو یې کار ډېر ستونزمن کړی، ځکه په وینا یې په ښار کې ترافیکي اصولو او د دوی اشارو ته هېڅ پام نه کوي.

د کونړ امینه قومندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار هم مني چې په دې ولایت کې د تورو ښيښو لرونکو موټرو شمېر زیات شوی او زیاتوي چې پر وړاندې یې اقدامات هم پیل شوي دي.

مظلومیار زیاتوي: "د کونړ په مختلفو ولسوالیو او ښار کې زموږ دوامداره کمپاینونه جریان لري او چک پواینټونه مو ایجاد کړي، موږ کوښښ کوو ،چې غیرې قانوني او د تورو ښیښو درلودونکي موټرې په کونړ کې ونه ګرځي، په دې باره کې موږ جدي یو او ټولو پولیسو ته مو لارښوونه کړې چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو ته دې د ګرځېدو اجازه نه ورکوي."

د بې نمبر پلیټه او یا د تورو ښیښو لرونکو موټرو ستونزه یوازې په کونړ پورې تړلې نه ده، بلکې د مرکز کابل په شمول په لویو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي چارواکو د پرلپسې کمپاینونو او هڅو سربېره ، د دې ډول موټرو ګرځېدل را ګرځېدل لا هم یوه دوام لري او هواری یې ښايي له چارواکو څخه د اوس په مقایسه نور پرېکنده اقدامات وغواړي.

XS
SM
MD
LG