د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د 'کویډ۱۹' پرضد نوی جوړ شوی واکسین ۹۰ سلنه انسان ته خوندیتوب ورکوي


دا واکسین په ۶ هېوادونو کې پر څه باندې ۴۰ زره تنو ازمویل شوی دی. 
دا واکسین په ۶ هېوادونو کې پر څه باندې ۴۰ زره تنو ازمویل شوی دی. 

د امریکا د درمل جوړولو فایزر کمپنۍ پرون اعلان وکړ چې د کرونا ویروس پر ضد د دوی له لوري جوړ شوی واکسین د دې وبا پر وړاندې انسان په سلو کې ۹۰ ساتي.

دې کمپنۍ، د جرمني د بایون ټک کمپنۍ په ملګرتیا دا واکسین جوړ کړی او وروسته له دې چې دوه ځلي یې خلکو ته ورکړ، ثابته شوه چې د کرونا ویروس پر ضد معافیت رامنځته کوي.

دا اعلان په داسې حال کې وشو او هیلې یې وغوړولې چې د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو لا اوونۍ نه پوره کېږي.

فایزر کمپنۍ ویلي چې د هغو کسانو په منځ کې، چې له وړاندې یې د کرونا ویروس نه وي لرلی، دا واکسین ۹۰ سلنه اغېزمن دی او دا د بشریت او ساینس لپاره یو ستر زېری دی.

دا واکسین په ۶ هېوادونو کې پر څه باندې ۴۰ زره تنو ازمویل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې روغتیايي موسسې او چارواکي وايي، د هر هغه واکسین جوړېدا، چې په سلو کې له ۵۰ تر ۷۵ پورې د کرونا ویروس پر وړاندې اغېزمن وي، لوی لویه بریا ده.

حاضردمه په نړۍ کې د درمل جوړولو ګڼې کمپنۍ هڅه کوي چې د کرونا ویروس پر ضد واکسین یا درمل جوړ کړي.

د فایزر کمپنۍ مرستیال رييس ډاکتر بیا ګربر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، دوی په داسې موقعیت کې دي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې خلکو ته هیله ورکړي.

د دې کمپنۍ اجراییه ريیس ډاکتر البرت بورالا سي بیا د خپل واکسین بریالیتوب ته په اشاره ویلي ویلي چې دا د بشریت لپاره یوه لویه ورځ ده.

د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د جوړېدو په صورت کې په نړۍ کې یو اعشاریه ۲۵ میلیونه انسانان له مرګه ژغورل کېدای شي.

د درمل جوړولو دې سترې امریکايي کمپنۍ فایزر د امریکا له حکومت سره یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې دا شرکت مخکې تر دې چې واکسین یې د امریکا د خوړو او درمل جوړولو د ادارې له لوري تایید شي، ملیونونه ډوزه واکسین جوړ کړي.

فایزر کمپنۍ کې یوه څېړونکې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو پرمهال
فایزر کمپنۍ کې یوه څېړونکې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو پرمهال

د دې واکسین د جوړولو کار فایزر (Pfizer) کمپنۍ زرګونه ډوزه واکسین په بلجیم کې په خپلو تاسیساتو کې ساتي.

تر دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو د درمل جوړولو یوې کمپنۍ جانسن اینډ جانس چې د کویډ۱۹ناروغۍ پر واکسین یې له یوې مودې راهیسې ډېر کار کړی دی، خپلې ازموینې ځنډولي دي.

خو فایزر کمپنۍ له لومړي سره د خپل واکسین پر موثریت باورمنه وه، او ویلي یې و چې راتلونکی کال به یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډوزه واکسین جوړ کړي.

د دې کمپنۍ د مسوولانو په وینا هر تن دوه ډوزه واکسین ته اړتیا لري.

خو د فایزر کمپنۍ پرونی اعلان خامخا دا معنا نه لري چې واکسین سل په سلو کې تایید شوی او باوري دی.

د امریکا حکومت ویلي چې فایزر کمپنۍ ته به نږدې ۲ میلیارد ډالره ورکړي چې په ډسمبر کې ۱۰۰ میلیون ډوزه واکسین وروسپاري.

XS
SM
MD
LG