د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره؛ کرونا ویروس سره مبارزه د بحث موضوع وه


د ډونالد ټرمپ او جوبایډن مناظره
د ډونالد ټرمپ او جوبایډن مناظره

ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه سیال د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له دوو اوونیو کمه موده پاتې ده، پرون د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې چې یو نیم ساعت‌یې دوام وکړ، برخه واخیسته.

دوی د لومړۍ مناظرې په پرتله دا ځل ډېر نرم او ارام وو، ځکه له نویو اصولو سره سم یوازې د هغه کاندید مایکروفون لګېدلی و چې خبرې یې کولې.

ولسمشر ټرمپ چې په اکثر نظرپوښتنو کې تر خپل سیال وروسته دی د کرونا ویروس پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ستاینه وکړه. د مناظرې لومړنۍ موضوع هم همدا وه.

هغه وویل، متحده ایالات اوس دا زده کوي چې له کرونا ویروس سره ژوند وکړي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د دې ویروس پر ضد واکسین به د کال تر پایه جوړ شي. ټرمپ غوښتنه وکړه چې د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره ورځنی کاروبار باید دوام وکړي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

جوبایډن په ځواب کې وویل، کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده، خو ټرمپ، د ده په وینا په راروان تیاره ژمي کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینو د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نه‌لري. هغه پر امریکایانو غږ وکړ چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د مړینې مسؤل ټرمپ دې بیا د ولسمشر په توګه نه‌غوره کوي.

بایډن د ټرمپ هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې دی د کرونا د مخنیوي لپاره ټوله امریکا قرنطین کوي او زیاته‌یې کړه چې دی غواړي د دې ستونزې پر وړاندې علمي چلند وکړي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي، خو نسبتاً لږ امریکایان تر اوسه د رأی ورکولو په برخه کې ذهنیت نه‌لري. نظرپوښتنې ښيي چې ولسمشر ټرمپ تر دې دمه د خپل سیال پخواني مرستیال ولسمشر بایډن په پرتله په سلو کې اته وروسته دی.

د ټنسي ایالت په ناشویل ښار کې له پرونۍ مناظرې مخکې شاوخوا ۴۷ میلیونه امریکایانو خپلې رایې مخکې له مخکې کارولې دي چې پخوا تر دې ساری نه‌لري.

ټرمپ په بېګانۍ مناظره کې همداراز خپل سیال یو فاسد سیاستوال وباله او په وار وار یې وویل بایډن او د هغه زوی هنټر چې د اوکراین د انرژۍ په کمپنۍ کې یې د ډایرکترانو د بورډ د مشر په توګه کار کړی، په فساد کې ښکېل وو.

جوبایډن
جوبایډن

بایډن وویل چې د ده زوی هېڅ غلط کار نه‌دی کړی او په ځواب کې یې ټرمپ ته په خطاب کې وویل چې څنګه د اوکراین په قضیه کې استیضاح شو. بایډن خپلو لفظي حملو ته زور ورکړ او د ټرمپ د بهرنیو کاروباري اړیکو او همداراز د مالیو په برخه کې یې د هغه پر اجرااتو شک څرګند کړ.

د ټرمپ او بایډن په مناظره کې په امریکا کې د نژادي مسایلو یادونه هم وشوه او په دې ترڅ کې بایډن ولسمشر د نژاد پالنې په پارونه تورن کړ، خو ټرمپ‌یې په ځواب کې وویل، له ابراهام لنکن پرته چې په امریکا کې یې مرییتوب لغوه کړ، د ټولو پخوانیو ولسمشرانو پرتله ده د تور پوستو لپاره زیات کار کړی.

XS
SM
MD
LG