د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

ډونالډټرمپ او جوبایډن په ټلوېزیوني بحثونو کې ګډون وکړ


جوبایډن او ټرمپ
جوبایډن او ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په ټاکنو کې د ده سیال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن د دوهمې مناظرې پرځای پرون د اکتوبر په ۱۵مه په جلا غونډو کې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ولسمشر ډونالډټرمپ د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې د خلکو په ګډون په هغه غونډه کې چې جریان یې په مستقیم ډول خپرېده د یو ساعت لپاره د خلکو پوښتنې ځواب کړې خو سیال یې جو بایډن د پنسلوانیا ایالت په فیلادلفیا ښار کې په ورته غونډه کې د رای ورکوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

فلوریډا او پنلسوانیا دواړه د ولسمشرۍ د ټاکنو د جګړې ډګرونه بلل کېږي او ځکه ځانګړی اهمیت لري.

دواړه پروګرامونه په عین وخت کې او په مستقیم ډول پر ټلویزیون خپرېدل.

د بایډن د پوښتنو او ځوابونو غونډه د ټرمپ تر هغې نیم ساعت اوږده وه او په ترڅ کې یې ده دا خبره په ډاګه کړه چې څنګه کووید ۱۹ ناروغۍ د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پر کمپاین اغېز وکړ او همداراز د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د توپیرونو یادونه یې وکړه.

دواړه کاندیدان په پوښتنو کې د کرونا د وبا پر وړاندې د مقابلې په مسئله کې تر سخت فشار لاندې وو.

ټرمپ په دې برخه کې د خپلې ناروغۍ د تجربې جزییات ورکړل او ویې منله چې دوه اونۍ مخکې په روغتون کې د علاج پرمهال ډاکترانو ده ته وویل چې سږي یې څه ناڅه په ویروس اخته شوي وو.

خو دې پوښتنې ته یې سم ځواب ونه وایه چې د کرونا ټېسټ یې څه وخت منفي شو ځکه پر ده له دې کبله سخت انتقادونه شوي چې د کمپاین داسې غونډې یې جوړې کړې دي چې اکثر خلکو پکې ماسکونه نه وو اغوستي.

ټرمپ همداراز د لومړي ځل لپاره وویل چې د عادلانه ټاکنو پایلې به ومني خو ده یوځل بیا په دې برخه کې شک څرګند کړ چې ټاکنې به عادلانه وي.

بایډن خپله وینا د کورونا د وبا د مخنیوي لپاره د ولسمشر ټرمپ پر پالیسیو له انتقادونو پیل کړه او ویې ویل، د ولسمشر دنده مشري ده خو د ده په وینا ټرمپ دا کار ونه کړ.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ خورا زیات تمرکز د ونډو پر مارکېټونو و، خو د کرونا د سرایت مسئلې ته یې لږ اهمیت ورکړ.

بایډن پر ټرمپ له دې کبله انتقاد وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره د لګېدلو محدودیتونو له کبله له زیانمنو امریکایانو سره د مالي مرستې د بستې د تصویب په برخه کې یې له کانګرس سره فعاله همکاري نه ده کړې.

هغه دا ژمنه هم وکړه چې که ټاکنې وګټي نو د شتمنو خلکو لپاره د مالیو تخفیف به لغو کړي.

بایډن د ټرمپ پر بهرنۍ پالیسۍ هم سخت نیوکې وکړې او ویې ویل، د ټرمپ دې شعار چې لومړی امریکا، امریکا په نړیواله کچه منزوي کړې ده.

د ټرمپ او بایډن بله مناظره چې دا ځل به مخامخ د یوبل پر وړاندې حاضرېږي د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د ټینسي ایالت په ناشویل ښار کې په پام کې ده.

بایډن وویل چې په دې مناظره کې به ګډون وکړي خو ټینګار یې وکړ چې ټرمپ باید هلته له راتلو مخکې د کورونا ټسټ وکړي.

XS
SM
MD
LG