د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

نیویارک ټایمز: دوحه کې لانجمن موضوعات اوربند او د نظام راتلونکې بڼه ده


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې انځور
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې انځور
  • نیویارک ټایمز

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې د طالبانو مذاکره کوونکي که څه هم په قطر کې د دولت له مذاکره کوونکو سره په خبرو بوخت دي، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ناامني روانه ده.

کندز، پکتیکا، پکتیا، او بلخ هغه ولایتونه دي چې د شنبې په ورځ ترې د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.

د نیویارک ټایمز په لیکنه دا پېښې په داسې حال کې کېږي، چې په قطر کې د سولې د خبرو پر طرزالعمل بحثونه وروستي شوي نه دي.

ورځپاڼې د رسمي مذاکرو د پیل پر وړاندې دوه لانجمن موضوعات اساسي خنډ بللي، چې یوه یې اوربند او بله هم د نظام راتلونکې بڼه ده.

لیکوال وايي، دا ټکني بحثونه جوتوي، چې د افغانستان د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅې څومره پېچلي دي.

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو چې د سېپټېمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي، د جمعې د ورځې تر وقفې وروسته تېره شنبه بیا د سولې د خبرو پر طرزالعمل او اجنډا بحثونه له سره پیل کړل.

په لیکنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازي رولاند کوبیا اندېښنو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي، په تېرو ۵ اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات و، چې په تېرو ۵ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

  • نړیوال بانک

نړیوال بانک په خپله ویبپاڼه کې په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې په افغانستان کې د تدارکاتي سیسټم د اصلاحاتو له درکه د افغانستان عواید زیات شوي دي.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، دغه اصلاحات د دې سبب شوي، چې افغانستان وکړای شي په قراردادونو کې شا و خوا ۸۶۸ میلیونه امریکايي ډالره پیسې وسپموي.

د نړیوال بانک د ویبپاڼې په لیکنه کې راغلي، افغانستان کې به روان ۲۰۲۰ میلادي کال د بېلابېلو قراردادونو له لارې شا و خوا ۲ ملیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره چې د افغانستان د کلنۍ بودجې نیمايي برخه جوړوي، د ملي تدارکاتو له طریقه ولګول شي.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په پیل کې، د تدارکاتو روزنیز مرکز، چې وروسته د ملي تدارکاتو انسټېټوټ يې ځایناستی شو، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان روزلي دي.

خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی، چې لا هم د پروژو په قراردادونو او تطبیق کې اداري فساد کېږي یا هم د سیمو لپاره انډول په پام کې نه ساتل کېږي.

د نړیوال بانک د لیکنې په حواله، یوه اساسي ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د دولتي تدارکاتو د متخصصانو پوهه ابتدايي ده او د لا اغېزناک کېدو لپاره اړتیا ده، چې نوې وړتیاوې وروښوول شي.

XS
SM
MD
LG