څو امریکايي ورځپاڼو د افغانستان لپاره د امریکا د نوي نومول کېدونکي سفیر په اړه لیکنې خپرې کړي.
- وال ستریټ ژورنال
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې پر اساس افغانستان ته د امریکا د نوي سفیر ټاکل به په افغانستان کې د امریکا د تاریخ پر دې تر ټولو اوږدې جګړې بې اغېزې نه وي.
د ورځپاڼې له مخې، ویلیم روجر به په افغانستان کې د امریکا سفیر وګومارل شي.
نوموړی په افغانستان کې د امریکا د مداخلې سخت مخالف دی او له ډېرو وختونو راهیسې له دې هېواده د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي.
- مادرجونز
مادرجونز امریکايي مجلې، چې تحقیقي موضوعات خپروي، بیا لیکلي چې خبرو سرچینو ورته ویلي چې د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغانستان د سفیر په توګه د روجر نومونه ښيي چې ټرمپ غواړي له افغانستانه امریکايي پوځیان وباسي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ مې نېټې له موافقې سره سم، ټول امریکايي پوځیان د راتلونکي میلادي کال تر مې پورې له افغانستانه وځي خو ځینې سرچینې وايي چې ولسمشر ټرمپ لېواله دی چې خپل ځواکونه تر دې ژر وباسي.
د سږ کال په مې میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې ټرمپ غواړي د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.
د امریکا انتخابات د نومبر په درېمه نېټه ترسره کېږي.
امریکايي ورځپاڼې وايي، روجر د ټرمپ په شان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو پلوی دی.
روجر، چې کله د چارلس کاچ انسټېټیوټ د څېړنې او پالیسۍ رئیس و، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي و چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدا ملاتړ کوي.
ده تېر کال له طالبانو سره د امریکا پر خبرو انتقاد کړی و.
په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرو شاوخوا اتلس میاشتې دوام وکړ.
د مادرجونز مجلې د لیکنې لیکوال ډن سپاینلي وايي، پخوا چې یې له روجر سره خبرې کړي، هغه حتی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې تر کېدو مخکې د امریکايي پوځیانو وتلو ته تلوار لري.
دی همداراز وايي چې روجر ورته ویلي، د افغانانو ترمنځ د سولې موافقه ښه ده چې وشي خو دا موضوع له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو جلا ده.
د دې لپاره چې د امریکا انتخاباتو ته وخت لږ پاتې دی، په ډاډ نه شي ویل کېدای چې د دغه هېواد سنا جرګه به تر انتخاباتو وړاندې ویلیم روجر په افغانستان کې د سفیر په توګه تائید کړي.
د امریکا د قوانینو پر اساس د ولسمشر له لوري نومول کېدونکی سفیر باید د دغه هېواد سنا جرګه تائید کړي.