د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د بین‌الافغاني خبرو لپاره د ملي شورا په پلاوي کې څوک دي؟


د افغانستان د ملي شورا ودانۍ.
د افغانستان د ملي شورا ودانۍ.

د افغانستان ملي شورا طالبانو سره مذاکراتي پلاوي ترکیب کې څلور سړي او درې ښځې معرفي کړې دي.

د دې شورا غړي وايي چې دا اوو کسیز پلاوی به بین‌الافغاني خبرو کې له ملي شورا څخه استازيتوب کوي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو او د اطلاعاتو مشر ذکرالله فرزه‌يي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې پلاوی د ۲۶ سړو او ۱۰ ښځو ترمنځ د اوږدو خبرو او پچې اچولو وروسته تعیین شوی دی.​د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګې تالار.

ښاغلی فرزه‌يي زیاتوي: "مذاکره کوونکې کمېټه دې پایلې ته رسېدلې چې د ولسي جرګې غړو ترمنځ ۲۶ کسه سړي او ۱۰ ښځې وټاکي چې په پایله کې د دوی له‌منځه د پچې اچولو په اساس ۵ وکیلان عبدالرؤف ابراهیمي، قاضي نذیر احمد حنفي، غلام فاروق نظري، فریده حمیدي او فاطمه عزیز د ولسي جرګې له‌خوا د مصالحه کوونکو په توګه ټاکل شوي دي."

هغه زیاته کړه چې پلاوي کې کوښښ شوی چې ټول معیارونه په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې دوهم کال پرانیسته کې وویل چې د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی به د یوې اوونۍ په ترڅ کې چمتو شي.

د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې دوهم کال پرانیست غونډه.
د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې دوهم کال پرانیست غونډه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې بحثونه روان دي، سبا به د مذاکراتي پلاوي په تشکیل کې د حکومت استازي مشخص شي.

خو د افغانستان مشرانو جرګه وایي چې تېره ورځ یوه ښځه او یو سړی د ډېرو رایو په اساس ټاکل شوي او نومونه‌یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوي دي.

د مشرانو جرګې د عامه هوساینې کمېسیون مشر نادر بلوچ په دې اړه وویل: "د مشرانو جرګې له‌خوا دوه کسه مذاکراتي پلاوي کې د ګډون لپاره ټاکل شوي دي، یوه انتصابي سناتوره امنه افضلي او بل هم د دایکنډي سناتور استاد اکبري ټاکل شوی دی او دو دوی نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږدول شوي دي."

د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې د تالار یوه برخه.
د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې د تالار یوه برخه.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هوکړې وروسته ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۰مه یعنې سې شنبې به بین‎الافغاني خبرې پیل شي، خو د طالب بندیانو په سر د توافق ځنډ د مذاکراتو نېټه وځنډوله.

که څه هم د بین‎الافغاني خبرو پیل لپاره نېټه نه‎ده ټاکل شوې، خو د ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا د بین‎الافغاني خبرو پیل لپاره د طالب زندانیانو د خوشې کېدو او بخښلو فرمان د سې شنبې شپې ناوخته لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG