د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر: ایران باید تور بکس کیف ته وسپاري


د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې تور بکس چې د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا نسکوره شوه.
د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې تور بکس چې د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا نسکوره شوه.

اوکراین یو ځل بیا له ایران غوښتي چې تهران ته نږدې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس دې وروسپاري.

د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس ته لاسرسی، د دې هېواد حق دی او باید کیف ته وسپارل شي. دا خبره د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وکړه.

د اوکرایني چارواکو په وینا ایران باید په دې قضیه کې بې‌طرفانه څېړنه وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر واډیم پریستایکو همدارنګه زیاته کړه، کله چې توربکس اوکراین ته وسپارل شي، څرګنده به شي چې ایران څومره په دې برخه کې په څېړنو کې بې طرفۍ ته ژمن و.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، هېواد یې په هر حد کې په تهران کې د خپلې الوتکې د نسکورېدو په اړه د څېړنو حق لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر واډیم پریستایکو
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر واډیم پریستایکو

ښاغلی پریستایکو زیاتوي: "د تړونونو او ملکي هوايي چلند د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ دا یوازې یو حق نه‌دی، بلکې څېړنه د هغه هېواد مسؤلیت دی چېرې چې پېښه شوې وي. که چېرې په هغه هېواد کې د څېړنې لپاره تخنیکي ظرفیتونه نه‌وي، باید له نورو هېوادونو مرسته وغوښتل شي. موږ چې په دې پېښه کې مو ډېر زیان لیدلی، غوښتنه کوو چې د الوتکې تور بکس دې موږ ته وسپارل شي. دا تور بکس زموږ اړوند دی، زموږ د شرکت دی او په هر معیار مو حق دی."

هغه ایراني چارواکي چې د دې پېښې څېړنه کوي، له هغه پلان څخه په شا شوي ښکاري چې د الوتکې د ثبت وسیله یا تور بکس د څېړنو لپاره بهر ته واستوي.

ایراني رسنیو د یوه ایراني چارواکي حسن رضايي‌فر له خولې ویلي هېواد یې ښايي تور بکس بهر واستوي، خو په دې اړه‌یې لا پرېکړه نه‌ده کړې.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر واډیم پریستایکو پرون وویل: "لومړی دوی وویل چې د الوتکې تور بکس راسپاري، خو وروسته هماغه کس وویل چې د الوتکې دا بکس به ونه‌سپاري." د پریستایکو په وینا، دې په اوکراین کې یو څه ناسم پوهای رامنځته کړی.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت دا الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه د چهارشنبې د ورځې په سهار څو شېبې له هغې وروسته په توغندي وویشته چې په تهران کې د امام خمیني له هوايي ډګر پورته شوه.

الوتکه نسکوره او په‌کې ۱۷۶ سپاره ووژل شول. په الوتکه کې پر ایراني، کاناډايي، بریتانوي اوکرایني او سویډني وګړو سربېره ۱۳ افغانان هم ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ د ایران د لارو او ښار جوړونې د وزیر محمد اسلامي په مشرۍ ​یو ایراني هیئت د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسېدلی او له اوکرایني چارواکو سره‌یې د نسکورې شوې الوتکې په اړه خبرې کړې دي.

په ایران کې د سپاه پاسداران له‌خوا د الوتکې د نسکورېدو پر ضد اعتراض
په ایران کې د سپاه پاسداران له‌خوا د الوتکې د نسکورېدو پر ضد اعتراض

د اوکراین د بهرنیو چار وزیر وايي، ایران د بخښنې غوښتلو لپاره کیف ته پلاوی استولی دی.

محمد اسلامي د دې سفر په بهیر کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او نورو چارواکو سره وکتل.

د ایران حکومت د دې اوکراینۍ الوتکې نسکورول یوه "انساني تېروتنه" بللې او وايي، پر الوتکه د دښمن هدف ګومان شوی او په تېروتنه د سپاه پاسداران له‌خوا په توغندي په نښه شوې ده.

دې پېښې په ایران او څو هېوادونو کې تند غبرګونونه راپورته کړل. په تهران کې څو ورځې ایراني محصلانو پر دې پېښه د اعتراض په توګه لاریونونه وکړل او د ایران د رژیم پر ضد یې شعارونه ورکړل.

XS
SM
MD
LG