د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ایران ولسمشر د اوکراینۍ الوتکې په اړه له ځانګړې محکمې تحقیقات غوښتي


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د اوکرایني الوتکې ویشتل نه بخښل کېدونکی اقدام دی او عاملین یې باید مجازات شي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د اوکرایني الوتکې ویشتل نه بخښل کېدونکی اقدام دی او عاملین یې باید مجازات شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پراخو لاریونو پر مهال د ویشتل شوي اوکرایني الوتکې په اړه له ځانګړې محکمې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د شنبې په ورځ د ایران په ګڼو ښارو کې پراخ لاریونونه پیل شول. دا وروسته له هغه چې ایران اعلان وکړ اوکرایني الوتکه دوی ویشتلې. په دې الوتکه کې سپاره ټول کسان ووژل شول.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د اوکرایني الوتکې ویشتل نه بخښل کېدونکی اقدام دی او عاملین یې باید مجازات شي.

روحاني دا خبرې د سې شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې وکړې.

په ایران کې د اوکریني الوتکې ویشتل کېدو خلک په غصه کړي دي. د شنبې په ورځ په ګڼو ښارو کې لاریونونه وشول او د دې هېواد پوځ وویل چې په تېروتنه يې مسافر وړنکې الوتکه په توغندي ویشتلې.

الوتکه څو شیبې وروسته له هغه وویشتل شوه چې له امام خمیني هوايي ډګره یې پرواز وکړ. په دې پېښه کې وژل شوي ډېری ایرانیان او کاناډایان وو.

دا غمیزه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته شوه چې د ایران دفاعي ځواکونه په عراق کې پر امریکايي اهدافو له حملو وروسته د تیار شئ په حال کې وو.

روحاني وویل: "قضایه قوه باید یوه ځانګړې محکمه رامنځته کړي چې دا پېښه وڅیړي. یوه ډېره دردناکه او نه بخښل کېدونکې تېروتنه شوې ده. همغه شېبه ما مسئولینو ته امر وکړ چې پرته له ځنډه خلکو ته معلومات ورکړي. دا پېښه ډېره ترخه وه. خلکو ته یې زغم ډېر دروند دی. حتی که دا الوتکه له فني عوارضو لوېدلې وای هم غم یې دروند وو خو، وروسته له دې چې معلومه شوه د دې غمیزې لامل انساني تېروتنه وه، د خلکو غم یې څو چنده کړ."

ایران نن خبر ورکړ چې یو شمېر کسان يې د دې پیښې په تړاو نیولي خو په دې برخه کې یې نور توضحیات ورنه کړل.

ایران کاناډا او اوکراین ته بلنه ورکړې چې د الوتکې د پيښې په اړه په تحقیقاتو کې برخه واخلي.

په همدې حال کې د ایران، اوکراین او کاناډا د هوايي چلند چارواکو په تهران کې د سې شنبې په ورځ د لوېدلې الوتکې په اړه غونډه جوړه کړه.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د سې شنبې په سهار وویل چې خوشاله دی ایران ومنله چې د الوتکې ویشتل یوه تېروتنه وه.

د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه تیره اونۍ چهارشنبې په تهران کې ولوېده او ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول.

د سپاه پاسداران تر اعتراف وروسته د ایران په یو شمېر ښارونو کې خلکو د ایران د رژیم پر ضد مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG