د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو دوام


د ایران په شریف پوهنتون کې د اعتراض کوونکو انځور.
د ایران په شریف پوهنتون کې د اعتراض کوونکو انځور.

په ایران کې نن پرله‌پسې درېیمه ورځ د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري.

اعتراض کوونکي په دې په غصه دي چې ایراني چارواکو د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو د پېښې په اړه سم عمل نه‌دی کړی.

د راپورونو له مخې د ایران په پلازمېنه تهران کې د شریف ټکنالوژۍ او د امیر کبیر په پوهنتونونو کې نن اعتراضونه پیل شول او ګډونوالو یې د ایراني مشرانو ضد شعارونه ورکول.

د ایران د ټولنیزو شبکو له لارې په خپرو شویو وېډیوګانو او تصویرونو کې د دغو اعتراضونو صحنې لیدل کېږي او دغه‌راز په یو شمېر وېډیوګانو کې چې انلاین خپرې شوې، د اصفهان د ټکنالوژۍ د پوهنتون محصلین هم د اعتراضونو په حال کې ښکاري.

د دغو اعتراضونو له پیل څخه په اخیستل شويو وېډیوګانو کې ښکاري چې پولیس او امنیتي ځواکونه د اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره د مرمیو ډزې کوي او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخلي.

خو د ازادي راډیو د خبر څانګې د راپور له مخې ایراني چارواکو دا رد کړې چې ګنې پولیسو دې ډزې کړې وي.

دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ومنله چې اوکراینۍ مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوايي ډګره پورته شوې او اوکراین ته په لاره وه، له پورته کېدو لږ وروسته د هوایي مدافعې د یوه توغندي له امله نسکوره شوه او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې.

دغه غمیزه یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې ایران په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دېره اډو د څو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو برید وکړ، رامنځه شوه.

تهران په لومړي سر کې له دې ډډه کړې وه چې ومنې دغه الوتکه په توغندي نسکوره شوې، خو وروسته له هغې چې د دغه احتمال په اړه د کاناډا د صدراعظم په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو څرګندونې وکړې، د ایران پوځ درې ورځې مخکې دا ومنله چې دغه الوتکه په سهوه د یوه توغندي د لګېدو له امله راغورځېدلې ده.

له دغه اعلان وروسته خلک په تهران او د ایران په یو شمېر نورو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د دغې پېښې په اړه‌یې د ایراني چارواکو د غلي پاتې کېدو او چلند په اړه غصه څرګنده کړه او د هغوی پر ضد یې شعارونه ورکول.

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه د ایران مشرانو ته لیکلي چې مظاهره‌چیان ونه‌وژني او دا چې ټوله نړۍ په تېره بیا د امریکا متحده ایالت‌یې څاري.

ډونالد ټرمپ لیکلي: "د ایران مشرانو ته! خپل اعتراض کوونکي (هېوادوال) مه‌وژنئ، زرګونه کسان ستاسو په لاس یا وژل شوي یا بندیان شوي، ټوله نړۍ مو څاري، په تېره بیا د امریکا متحده ایالات څار لري، انټرنټ بیا وصل کړئ او خبریالانو ته اجازه ورکړئ چې ازادانه حرکت وکړي! د ایران د سترو خلکو وژنه بنده کړئ."

خو د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي د ایراني اعتراض کوونکو د ملاتړ لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستی ټویټ وغانده.

هغه وویل: "ظالم ټرمپ په فارسي ژبه زموږ خلکو ته د تمساح اوښکې تویوي او ادعا کوي چې د ایران د خلکو په خوا کې ولاړ دی، د ایران خلک نه‌هېروي چې دغه کس هماغه شخص دی چې د دې هېواد د تر ټولو محبوب سردار له ترور وروسته‌یې زموږ په ۵۲ اقتصادي او فرهنګي ځایونو د بمبارۍ ګواښ وکړ."

د اوکراین د هوایي شرکت د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د ۱۷۶ قربانیانو ډېری یې ایرانیان دي.

۱۳ افغانان چې یو شمېر یې د سویډن او جرمني دوه‌ګوني تابعیت لري، هم د دې الوتکې په قربانیانو کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG