د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

"د تهران په هوايي پېښه کې د وژل شویو افغانانو پېژندنې ځانګړې کمېتې کار پيل کړی"


د اوکراین ۳۷۳ بویینګ ډوله الوتکه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له دې چې څو دقیقې په هوا کې وه، رانسکوره شوه. په دې پېښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول.
د اوکراین ۳۷۳ بویینګ ډوله الوتکه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له دې چې څو دقیقې په هوا کې وه، رانسکوره شوه. په دې پېښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول.

په ایران کې د افغانستان سفارت د هغو کسانو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې په هغه هېواد کې د اوکراینې الوتکې د رانسکورېدو په پایله کې وژل شوي دي.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه یې د قربانیانو د ۹ کورنیو له غړو د ډی‌این‌ای ازمایښت لپاره وینه اخیستل شوې ده.

ښاغلي لېوال وویل، کمېټې خپل کار پیل کړی او دوی به د وژل شویو افغانانو د پېژندنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او د قربانیانو د کورنیو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل: "د سفارت دننه یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې، څو د قربانیانو د جسدونو د پېژندلو په برخه کې هر اړخیزه څېړنه وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ورته یوه کمېټه جوړه کړې. د قربانیانو د کورنیو له ۹ تنو د ډي‌این‌ای لپاره وینه اخیستل شوې ده چې له مخې به یې جسدونه وپېژندل شي."

ښاغلي لېوال زیاته کړه، له ازمایښت او پېژندنې وروسته به جسدونه د قربانیانو د کورنیو ته وسپارل شي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې پېښه کې نږدې ۱۳ افغانان وژل شوي چې له ډلې یې ۶ تنو یې د سویډن او درېیو یې د جرمني تابعیت هم درلود.

تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال
تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله، د همغږۍ او ځواب ورکوونې نړیواله ډله په ایران کې ده او دا چې افغانستان هم د دې ډلې غړیتوب لري، نو کوم ځانګړی پلاوی تهران ته نه لېږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، ایران له دې کبله چې د دې الوتکې د راغورځولو مسوولیت یې منلی دی، باید د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معیارې الوتنې او خوندیتوب ريیس غلام جیلاني وفا وویل: "د بیمې د اصولو پر بنسټ، هوايي شرکت د مسافرانو د بیمې مسوولیت لري. هر مسافر ته باید تر ۱۵۰ زره امریکايي ډالر غرامت ورکړل شي. دلته ایران د دې پیسو د ورکړې مسوولیت لري، ځکه د الوتکې د غورځولو مسوولیت یې منلی دی. دا یوه طبیعي پېښه نه وه."

د ایران له‌خوا د اوکرایني رانسکورې شوې الوتکې د قربانیانو د کورنیو غړي‌، اوس‌مهال دې ته شېبې شمېرې چې د خپلو عزیزانو ټوټه شوي جسدونه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوهان په شفاف ډول د دې پېښې پر څېړنې ټینګار کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه او د پوهنتون استاد فردین بختیاري وايي، اړتیا ده چې د ایران او افغانستان حکومتونه د قربانیانو د کورنیو غړیو ته روښانه او څرګند ځواب ورکړي.

ښاغلي بختیاري وویل: "د حقوقي اصولو پر بنسټ، د اجسادو د پېژندنې په برخه کې لومړی باید ایران دا کار وکړي، خو که داسې برېښي چې ایران له دې کاره ډډه کوي، باید د افغانستان حکومت مداخله وکړي."

د اوکراین ۳۷۳ بویینګ ډوله الوتکه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له دې چې څو دقیقې په هوا کې وه، رانسکوره شوه. په دې پېښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول.

ایراني چارواکو ویلي، د دې الوتکې د رانسکورېدو دلیل، په انساني خطا کې په غیر قصدي ډول یو توغندیز برید و.

XS
SM
MD
LG