د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

امریکايي چارواکي: اوکراینۍ الوتکه ایراني پوځيانو په تېروتنې ویشتې ده


دا الوتکه د سه شنبې په ورځ د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.
دا الوتکه د سه شنبې په ورځ د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

امریکايي چارواکي وايي، په غالب ګومان هغه اوکراینۍ الوتکه چې په ایران کې نسکوره شوه، د ایران په توغندي لګېدلې ده.

امریکايي چارواکو چې دا خبره یې کړې نه دي یې ویلي چې د دوی ادعا د کومو استخباراتي معلوماتو پربنسټ ولاړه ده.

له دې مخکې د اوکراین یوه امنیتي چارواکي هم ویلي و،چې ښايي د اوکراین د هوايي کرښې دا الوتکه په توغندي لګېدلې وي.

دوو امریکايي چارواکو تېره ورځ ناوخته وویل، د اوکراین د هوايي کرښې الوتکه چې په تهران کې راولوېده، په غالب ګومان د دافع هوا توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.

دا الوتکه د سه شنبې په ورځ د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

چارواکو تایید کړې ده چې په الوتکه کې ټول سپاره ۱۷۶ کسان مړه شوي دي.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه په بالستیک توغندیو په نښه کړه. ایران دا اقدام د امریکا د هوايي ځواک په برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په ځواب کې وکړ.

دوه جګپوړي امریکايي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې د ایران د اقدام په هدف نه پوهېږي مګر دوی په غالب ګومان سهو شوي دي او دا الوتکه یې له کوم خطر سره غلطه کړې. دې چارواکو د خپلو استخباراتي معلوماتو سرچینه نه ده ښودلې.

له دې مخکې د اوکراین یوه جګپوړي امنیتي چارواکي هم ویلي و چې د توغندي برید، یو له هغو علتونو دی چې ښايي الوتکه یې نسکوره کړې وي. د اوکراین د ملي امنیت شورا مشر اولکسي دانیلوف د آزادي راډیو له اوکرایني څانګې سره په مرکه کې دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل: "موږ هېڅ سناریو هم لیرې نه ګڼو. زموږ د څېړونکو د ډلې دنده داده چې معلومه کړي څه پېښ شوي. موږ پر اوو احتمالي عواملو غور کوو چې څلور یې علني خو درې نور یې تراوسه محرم دي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم له پېښې سمدستي وروسته د دې الوتکې د نسکورېدو پړه پر ایران واچوله. ټرمپ که څه هم ایران مستقیما مسئول ونه باله خو د ایراني چارواکو هغه ادعا یې رد کړه چې ویل یې اوکراینۍ الوتکه د تخنیکي عارضې له کبله نسکوره شوې ده.

په همدې حال کې ولسمشراشرف غني پرون له خپل اوکرایني سیال ولودیمیرزیلینسکي سره په ټلفوني خبرو کې په پېښه کې د افغانانو او نورو هېوادونو د وګړو پر مړینه خواشيني وښوده او ویې ویل هیله من دی چې ایراني چارواکي به د پېښې د څرنګوالي او د شفافو تحقیقاتو او ارزونو په برخه کې همکاري وکړي.

د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې په ۱۷۶ سپرلۍ کې د چارواکو په وینا ۷۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۶۳ کاناډایان، درې جرمنان، درې بریتانویان او ۱۰ سویډنیان سپاره وو. په دوی کې ځینو دوه ګونی تابعیت درلود.

XS
SM
MD
LG