د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ایران دریځ بدل کړ؛ امریکايي کارپوهان هم کولی شي د اوکراینۍ الوتکې نسکورېدو پېښه وڅېړي


په الوتکه کې چې له تهرانه اوکراین ته روانه وه، ۷۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۶۳ کاناډایان، درې جرمنان، درې بریتانویان او ۱۰ سویډنیان سپاره وو. په دوی کې ځینو دوه ګونی تابعیت درلود.
په الوتکه کې چې له تهرانه اوکراین ته روانه وه، ۷۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۶۳ کاناډایان، درې جرمنان، درې بریتانویان او ۱۰ سویډنیان سپاره وو. په دوی کې ځینو دوه ګونی تابعیت درلود.

ایراني چارواکي له خپل پخواني دریځه په شا شوي او ویلي یې دي، دوی د امریکا د هوايي پېښو د څېړنې ادارې او نور نړیوال کارپوهان وربللي، ترڅو تهران کې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو پېښې په اړه تحقیقاتو کې مرسته وکړي.

د اوکراین هوايي شرکت ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره وو چې اوو هېوادونو اوکراین، ایران، افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سوېډن او جرمني اتباع وو او په پېښه کې ټول مړه شول.

ایران چارواکو نن جمعه سهار وختي داسې مهال دا اعلان وکړ چې امریکايي، کاناډايي او بریتانوي چارواکو دا احتمال مطرح کړ چې ښايي الوتکه ایراني پوځیانو په تېروتنې سره په توغندي ویشتې وي.

د اوکراین په پلازمېنې کیف کې خلکو د اوکراینۍ نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو په یاد او درناوي د هغوی عکسونو ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
د اوکراین په پلازمېنې کیف کې خلکو د اوکراینۍ نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو په یاد او درناوي د هغوی عکسونو ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

ایراني چارواکو، دا خبره په شدت رد کړې چې احتمال لري د دوی پوځیانو دې الوتکه نسکوره کړې وي او له لویدیځو هېوادونو یې غوښتي چې په دې اړه دې ورسره ټول معلومات شریک کړي.

د ایران د هوايي چلند د ادارې مشر علي عابد زاده ویلي، دوی به د امریکا د ترانسپورتي مصونیت د ملي بورډ، او د بوینګ شرکت چارواکو په شمول د اوکراین، فرانسې او کاناډا کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د پېښې په څیړنو کې برخه واخلي.

الوتکه د تهران له امام خمیني ډګر څخه تر پورته کېدو شېبه وروسته راولوېده.
الوتکه د تهران له امام خمیني ډګر څخه تر پورته کېدو شېبه وروسته راولوېده.

د ملګرو ملتونو د هوايي چلند سازمان د اصولو پر بنسټ د امریکا د ترانسپورتي مصونیت ملي بورډ حق لري چې په څېړنو کې برخه ولري، ځکه په پېښه کې بوینګ جیټ الوتکه ښکېله وه چې په متحده ایالاتو کې ډیزاین او جوړه شوې ده.

دا الوتکه د سه شنبې په ورځ د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده. دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG