د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

ایران کې د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې وېډیويي تصویرونه خپاره شوي


د کاناډایي متخصصینو یو ټیم چې له مخکې تهران ته رسېدلی، د سې شنبې په ورځ‌یې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې ځای وکوت.
د کاناډایي متخصصینو یو ټیم چې له مخکې تهران ته رسېدلی، د سې شنبې په ورځ‌یې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې ځای وکوت.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه وېډیویي تصویرونه تأیید کړي چې ښیي د ایران دوه توغندي پر اوکراینۍ الوتکه لګېږي.

د امنیتي کمرو له‌خوا اخیستل شوي دغه تصویرونه چې انلاین خپاره شوي، پهکې لیدل کېږي چې د اوکراین د هوایي شرکت پر مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره له پورته کېدو څو دقیقې وروسته د ایران دوه توغندي لګېږي.

دغه نوې وېډیو چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یې هم کره‌والی تأیید کړی پرون په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګنده شوه.

نیویارک ټایمز ویلي چې دغه توغندي له الوتکې د ۱۳ کیلو مترو په واټن کې د ایران له یوې پوځي اډې توغول شوي او پر الوتکې لګېدلي دي.

په تصویرونو کې ښکاري چې هېڅ یوه توغندي دغه الوتکه چې اور یې اخیستی او بېرته د تهران د هوایي ډګر پر لوري راګرځېدلې، سمدستي نه‌ده رانسکوره کړې.

دغه وېډیو لومړی د یوه ایراني له‌خوا په یوټیوب کې ایښودل شوې وه.

اعتراض کوونکي پر ایراني چارواکو په دې خاطر په غصه دي چې د دغې الوتکې تر غورځېدو وروسته درې ورځې یې خلکو ته سم معلومات نه‌و ورکړي.

ایراني چارواکو وروسته له هغې چې له مختلفو لورو په دې اړه چې دغه الوتکه د ایران په توغندي نسکوره شوې، څرګندونې وشوې، د تېرې شنبې په ورځ دا ومنله چې هغه سهواً د یوه توغندي په ذریعه نسکوره شوې ده.

د ایراني چارواکو له دې اعتراف راهیسې د تهران او د ایران په یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو اعتراضونو ته مخه کړې چې د راپورونو له مخې په تهران کې یې تر ډېره د ایران امنیتي ځواکونو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې کړي او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د ټولنیزو شبکو له‌خوا پرون په نویو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې اعتراض کوونکي ماښام مهال د تهران په پوهنتونونو کې راټول دي او د محصلینو او بسیج ملېشو ترمنځ اخ‌وډب روان دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغې الوتکې د نسکورېدو د پېښې د څېړلو لپاره د یوې ځانګړې محکمې غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني دغه‌راز نن د ملي وحدت غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې د هوايي ځواکونو هغه چارواکي چې د دې پېښې مسئول دي باید بخښنه وغواړي.

په عین حال کې د ایران د قضائیه ادارې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون د لومړي ځل لپاره د دې پېښې په تړاو د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

هغه دومره وویل چې پراخې پلټنې پیل شوي او یو شمېر کسان نیول شوي دي.

د ایران د قضائیه ادارې ویاند دغه‌راز د شاوخوا ۳۰ معترضانو د نیول کېدو خبر هم ورکړ.

د اوکراین د هوایي شرکت دغه مسافر وړونکې الوتکه په هغه ورځ راوغورځېده چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دېره اډو د ایران د میزایلو تر برید وروسته د دې هېواد د هوایي مدافعې ځواکونه د تیارسی په حال کې وو.

ایران کاناډا او اوکراین ته بلنه ورکړې چې د دې پېښې په څېړلو کې برخه واخلي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د کاناډایي متخصصینو یو ټیم چې له مخکې تهران ته رسېدلی، د سې شنبې په ورځ‌یې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې ځای وکوت.

په دې پېښه کې ۸۲ ایرانیان، ۵۷ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۳ افغانان، ۱۰ سویډنیان او ۳ بریتانویان چې ډېرو یې د سویډن او جرمني دوه‌ګونی تابعیت درلود، ووژل شول.

XS
SM
MD
LG