د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د همغږۍ نړیواله ډله: ایران دې د را غورځول شوې الوتکې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي


د همغږۍ نړیواله ډله چې په کې پنځه هېوادونه شامل دي، د اوکراینۍ الوتکې له غورځېدو وروسته جوړه شوه.
د همغږۍ نړیواله ډله چې په کې پنځه هېوادونه شامل دي، د اوکراینۍ الوتکې له غورځېدو وروسته جوړه شوه.

د افغانستان په ګډون هغو هېوادونو- چې وګړي یې په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي، د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان پرې کولو غوښتنه کړې.

د بریټانیا، کاناډا، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د پنجشنبې په ورځ په لندن کې په خپله غونډه کې په دې اړه بحث وکړ چې په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنیو ته باید څه ډول ځواب ورکړل شي.

د همغږۍ نړیواله ډله چې همدا پنځه هېوادونه په کې شامل دي، د اوکراینۍ الوتکې له غورځېدو وروسته جوړه شوه.

د غونډې په پای کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانسوا فلیپ شامپین وویل د همغږۍ نړیواله ډلې له ایران سره د تماس چوکاټ چې پر پنځو مهمو مواردو متمرکز دی برابر کړی.

د نړیوالې همغږۍ ډلې د غړیو هېوادونو استازي
د نړیوالې همغږۍ ډلې د غړیو هېوادونو استازي

شامپین له دې مواردو څخه پر دوو داسې رڼا واچوله او ویې ویل: "ایران باید د PS752 الوتنې د نسکورولو د بشپړ مسوولیت اخیستلو ډاډ ورکړي، د تاوان په ګډون د قربانیانو د کورنیو پر وړاندې خپل مکلفتیونه ترسره کړي، د پېښې له عاملانو سره د خپلواک حساب کتاب او جنايي څېړنو ضمانت ورکړي، داسې څېړنې چې په پایله کې یې بې پرې او شفاف قضايي اقدامات وشي."

له نړیوالو معیارونو سره سم په مناسب او شفاف ډول د پېښې د قربانیانو د پېژندنې د پروسې یقیني کول او د نړیوالو شفافو او دقیقو تحقیقاتو پرمخ بیول د دې چوکاټ نور موارد دي.

د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت بویینګ الوتکه د جنوري په اتمه د تهران د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو سمدستي وروسته راوغورځېده.

دې الوتکې ۱۷۶ سپرلۍ درلودلې چې ۸۲ تنه یې د ایران، ۵۷ د کاناډا، ۱۱ د اوکراین او ۱۰ د افغانستان وګړي وو.

د ایران له لوري د ویشتل شوې الوتکې پېښه کې ټوله ۱۷۶ سپرلۍ وژل شوې ده
د ایران له لوري د ویشتل شوې الوتکې پېښه کې ټوله ۱۷۶ سپرلۍ وژل شوې ده

محمدکاظم سعادت چې اصلاً د دایکنډي ولایت اوسېدونکی دی او اوس په جرمني کې اوسي، په دې پېښه کې خپل ورور زین العابدین چې په سویډن کې مېشت دی له لاسه ورکړی.

سعادت له تهران څخه ازادي راډیو ته وویل چې شفافې څېړنې به د پېښې د قربانیانو د کورنیو پر زخمونو پټۍ کېږدي.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې اړه چې دا پېښه ولې او څنګه شوې ده بشپړ شفافیت غواړو، موږ د قربانیانو لپاره عادلانه پروسه او سم ځواب غواړو څو د دوی د دردونو تسلا وشي، دا پېښه ډېره دردوونکې ده."

ایران د اوکراینۍ الوتکې له غورځېدو درې ورځې وروسته اعلان وکړ چې دا الوتکه سهواً د انساني خطا له مخې د سپاه پاسداران ځواک له خوا په نښه شوې ده په داسې حال کې چې مخکې یې دا احتمال رد کړی و.

په هغو ویډیويي تصویرونو کې چې د سه شنبې په ورځ پر ټولنیزو شبکو خپره شوه لیدل کېږي چې له یوې دقیقې څخه په لږ وخت کې دوه توغندي پر اوکراینۍ الوتکه لګېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تایید کړې ده چې دا ویډيو اصلي ده.

دې ورځپاڼې ویلي دي چې دا توغندي د ایران له یوې پوځي اډې، له ۱۳ کیلومتره لرې واټن څخه پر الوتکه توغول شوي وو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سه شنپې په ورځ وویل، هغوی چې د دې مسافر وړونکې الوتکې په ویشتلو کې لاس لري، باید له خلکو بخښنه وغواړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني مخکې د دې پېښې په اړه د څېړنو لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG