د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د ایران له لوري د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې په اړه نن غونډه کېږي


د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه تېره اوونۍ چهارشنبه په تهران کې ولوېده چې د عملې په ګډون‌یې ټولې ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوې.
د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه تېره اوونۍ چهارشنبه په تهران کې ولوېده چې د عملې په ګډون‌یې ټولې ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوې.

په پلازمېنه لندن کې نن د افغانستان، کاناډا، اوکراین، سویډن او کوربه هېواد بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي.

په دې غونډه کې د اوکراینۍ الوتکې د پېښې په اړه بحث کېږي.

د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه تېره اوونۍ چهارشنبه په تهران کې ولوېده چې د عملې په ګډون‌یې ټولې ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوې.

په دې قربانیانو کې ۱۳ د افغانستان، نور یې د کاناډا، اوکراین، سویډن، بریتانیا او ایران دي.

د کاناډا صدراعظم تېر ماښام د دې پېښې په تړاو د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

تر دې مخکې ولسمشر غني له کابله د یوې ټیلیفوني مکالمې له لارې په تهران کې د پېښې د افغان قربانیانو له خپلوانو سره خبرې وکړې او ویې‌ویل: "د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست بریتانیا ته واستول شو څو په هغه کاري ډله کې چې د هغو هېوادونو له لوري چې زیات قربانیان‌یې لرل جوړه شوې ده، برخه واخلي څو زموږ د شهیدانو حقوق د نړیوالو اصولو پر بنسټ مشخص شي، اوضاع ته رسېدنه وشي او مسؤلیت واضح شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني خبرو پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د اوکراین د هوایي شرکت د مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکې تر سقوط درې ورځې وروسته ایران څرګنده کړه چې دا الوتکه د سپاه پاسداران انقلاب په توغندیو لګېدلې ده او دا یو غیر قصدي عمل و.

په همدې ورځ په تهران کې د بریتانیا سفیر راب ماکایر د پېښې د قربانیانو لپاره د شمعو د بلولو په مراسمو کې برخه واخیسته او تر دې وروسته درې ساعته توقیف شو او پرون له ایرانه وروسته تر دې لندن ته ولاړ چې تهران یو اعتراضیه لیک وروسپاره.

په تهران کې د بریتانیا سفیر راب ماکایر
په تهران کې د بریتانیا سفیر راب ماکایر

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل که دا معلومه شي چې دا پېښه سهواً شوې ده، نو غرامت‌یې کمېږي، که چېرته قصدي عمل وي قضیه ډېره لویېږي.

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر

د دې لپاره چې دا قضیه به څرنګه معلومېږي ښاغلي رنجبر زیاته کړه: "هېڅوک دا قضاوت نه‌شي کولای چې دا عمدي و که غیر عمدي پرته له دې چې یو پیاوړی هیئت تحقیق وکړي، اسناد او شواهد وګوري دا وګوري چې څومره ګټه‌یې لرله دغه هېواد ته چې دا پېښه په‌کې شوې یا یې زیان درلود، دغه هر څه په تله کې لوېږي، حقوق‌پوهان پر دې کار کوي له هغه وروسته پرېکړه صادروي چې دا عمدي شوې که غیر عمدي."

اوکراین له جرمني غوښتي چې د اوکراین د هوایي شرکت د مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د پېښې په تحقیقاتو کې مرسته وکړي. بل لور ته په خپله ایران غواړي چې د دې پېښې تحقیقات په خپله د یوې ځانګړې محکمې له لارې وکړي.

XS
SM
MD
LG